افغان خبریاله انیسه شهید د طالبانو له واکمنۍ لږ وروسته افغانستان پریښود. هغه د متحده ایالاتو څخه راپور ورکولو ته دوام ورکوي. (انځور د انیسه شهید له خوا(

هیلې ژوندۍ ساتل

افغان ژورنالیستان د هېواد څخه په جلاوطنۍ او نا مالوم راتلونکي سربېره هم راپور ورکونه جاري ساتي.

“ما خپله کورنۍ، دنده، هویت او هېواد له لاسه ورکړل”، افغان ژورنالیستې انیسې شهید د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې  (CPJ) ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل. د طلوع نیوز یو کابل مېشتی خبریال، چې د افغانستان ستر محلي خپروونکی دی، شهید یو له هغه سلګونو ژورنالیستانو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره  د غچ اخیستنې له وېرې یې هېواد پرېښود. 

سربېره پر دې چې اغلې شهید هر څه ترشا پرېښودل، ولې اوس هم باوري ده چې اعتبار یې د میلونونو افغانانو په منځ کې پر خپل ځای پاتې دی او باید و کارول شي. په جلا وطنۍ کې د امریکا په متحده ایالاتو کې، اغلې شهید اوس هم د خپلواک فارسي خبري سایټ (Independent Farsi News Site) سره کار کوي او د افغانستان په اړه  انتقادي راپورونه ورکوي، او تمرکز يې په خپل پلرني ولایت (پنجشیر) دی، چې پنجشیر د طالبانو خلاف د افغان مقاومت یوه تاریخي قلعه ده.   

اغلې شهید په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لمړي رژیم د سقوط وروسته، د افغانستان د رسنیو د انقلاب په دوران کې ژورنالیسته شوه. په هغه دوران کې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د افغان میډیا په پرمختګ کې ډېره سرمایه ګذاري وکړه – د یو برآورد په له مخې د امریکا متحده ایالاتو په یواځې ځان د ۱۵۰ میلونو ډالرو څخه ډېره مرسته کړې ده. بهرنیو حکومتونو هم له رسنیو اړین سیاسي ملاتړ وکړو او په پرلپسې افغان حکومتونو یې تاکید کاوه چې رسنیو ته نسبتاً د لوړې درجې آزادۍ اجازه ورکړي. چې پایله یې، “په سیمه کې د یوې خوځنده او فعالو رسنیو صنعت رامنځته کېدل ؤ،” ژورنالیست سمیع الله مهدي د رسنیو، سیاست او عامه پالیسۍ لپاره د شورنسټین مرکز لپاره په ۲۰۲۱ مقاله کې لیکلي دي. 

د یوه عصر پرمختللې افغان میډیا اوس مهال د طالبانو د واکمنۍ لاندې د پراخه سانسور او ګواښ سره مخ ده. هغه ژورنالیستان چې په افغانستان کې پاتې دي؛ د بندي کېدنې، تورن شوې زورونې، وهلو ټکولو او ګواښونو سره مخ شوي دي. (د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) غوښتنې ته ځواب ورنکړ.) ښځینه خبریالانې په پراخه پیمانه د رسنیو له مخ څخه پناه شوي دي، په ځانګړې ډول د ښار څخه د باندې سیمو کې او په می ۲۰۲۲ کې طالبانو ښځینه خبریالانو ته امر وکړ تر څو د تلویزون په پرده خپل مخونه و پوښي، لدې کار څخه یې موخه د عامه ژوند څخه د ښځو لرې کول دي.

“مونږ د افغانستان سره د د اړیکې د پرې کېدو احساس هم نه کوو”

په داسې حال کې چې خبریالان په افغانستان کې تر ډېر زیات فشار لاندې هم هڅه کوي، ډېر جلاوطنه ژورنالیستان هڅه کوي چې ژورناليزم په هماغه ډول جاري وساتي لکه څرنګه یې چې پخوا په خپل هېواد کې کار کاوه. “په افغان میډیا کې د شل کلنې پانګونې او سرښندنو یواځېنی قدرت د بیان آزادي را پاتې دی.” هارون نجفي زاده وايي، چې د بریتانیا مېشت افغانستان انټرنیشنل رئیس دی، افغانستان انټرنیشنل یواځینۍ رسنۍ ده چې په ټوله مانا افغانستان لپاره کار کوي. “چې دا په جلا وطنه رسنیو کې ځای پر ځای شوې ده”. 

چې په ۱۵ اګسټ ۲۰۲۱ کې یې په کار پیل وکړ، هغه ورځ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېدو، افغانستان انټرنیشنل په دري ژبه افغانستان او نړۍ ته راډیوي او تلویزوني خپرونې او ژوندۍ برنامې خپروي. نجفي زاده او د هغه ملګرو وکړای شو تر څو یاده رسنۍ په چټکه توګه روانه کړي، ځکه، هغه وايي، چې دوئ د طالبانو له واکمنېدو کلونه وړاندې ددې لپاره مرستې لټولې او د مرسته کوونکو د پیدا کولو لړۍ يې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د ولایتونو د سقوط سره لا نوره هم ګړندۍ کړه. افغان انټرنیشنل اوسمهال د بریتانیا مېشتې ولانټ میډیا (Volant Media)، کومه چې د ایران انټرنیشنل رسنۍ هم اداره کوي او د سعودي عربستان پورې تړاو لري. (ښاغلي نجفي زاده د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل چې افغانستان انټرنیشنل هیڅ هېواد پورې تړاو نلري.) 

د افغانستان انټرنیشنل ۸۰ کارکوونکي اصلاً د پخوانیو مخکښو (نوموتو) افغان خبري ادارو کارکوونکي دي، چې پدې وروستیو کې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال له هېواد څخه وتلي دي. سره لدې چې زرګونه میله فاصله دوئ له هېواد څخه بېلوي، خو بیا هم دوئ کولای شي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د ژوند په هکله په افغانستان کې د خپلو موجوده  پراخه شبکو او اړیکو په مرسته راپورونه جوړ کړي. نجفي زاده وايي: “مونږ د افغانستان څخه د بې خبرۍ احساس نکوو،”. 

نجفي زاده وايي: د کارکوونکو لوړ حیثیت او اعتبار خبریالانو ته دا زمینه برابره کړېده، چې به کمه موده کې په خواله رسنیو کې ډېر خلک جذب او بوخت وساتي. سره لدې چې طالبانو د بي بي سي، د امریکا غږ او دویچ ویلی خپرونو بیا ځلې خپرول بند کړي دي. نجفي زاده لدې نه ډارېږي چې دده خپرونې به بندې شي. “ددې لپاره به دوئ مجبور چې ډیجیټل دوره بنده کړي”، هغه وویل.   

اوس هم په افغانستان کې انټرنټ ته لږ خلک لاسرسی لري. د یو برآورد له مخې، افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د ۴۰ میلیونه ټول نفوس څخه ۹.۲۳ میلیونه د انټرنټ استمالوونکي لرل، البته د ۴.۱۵ میلیونه د خواله رسنیو کاروونکو په ګډون. نسبتاً همدومره کم لکه همدا پورته شمېرې، دا په دې دوه لسیزو کې چې طالبان په واک کې نه ؤ، لوړ شول. په ۲۰۰۱ کې، د طالبانو د پخواني رژیم پر مهال، حکومت په انټرنټ بندیز ولګاوه تر څو د مالوماتو او انځورونو د خپرېدو و نیسي چې “فحش، غیر اخلاقي او اسلام ضد” ؤ، چې په همدې توګه یې افغانان له نورې نړۍ څخه بېل کړي ؤ. 

اوس طالبان خپله هم په خواله رسنیو کې د پېفامونو د رسولو لپاره انټرنټ کاروي. ځکه نماراتا ماهیشوري، د آسیا پاسیفیک د پالېسۍ کونسل د ډیجیټل حقوقو ادارې لاسرسی اوس (Access Now)، وايي چې ادارې  یې داسې راپورونه تر لاسه کړېدي چې طالبانو په ځینو سیمو کې د انټرنټ بندول پلې کړي تر څو د مقاومت او لاریونونو مخنیوی وکړي. ماهیشوري د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته د برېښنالیک پواسطه وویل: “نښلېدل (اتصال) به د طالبانو پواسطه د مخابراتي دستګاوو ویجاړولو [مخکې د طالبانو له واکمنۍ] او همدارنګه د طالبانو د مالي او تخنیکي وړتیا نشتون له امله د انټرنیټ سهولت وړاندې کول اغېزمن کړي دي”. 

“د معلوماتو لپاره یوه هڅه او مبارزه”

انټرنټ یواځې په افغانستان کې د مالوماتو د لېږلو لپاره ندی اړین، بلکه د مالوماتو د باندې لېږلو لپاره هم اړین دی. جلاوطنه ژورنالیستان د تازه او کره مالوماتو لپاره چې په افغانستان کې څه تېرېږي، تر ډېره په کورنیو سرچینو (منابع) تکیه کوي. شهید وویل: پنجشیر ته د پوښښ ورکولو پر مهال، چېرې چې طالبان د انټرنټ او ټیلیفون د بندونې تاریخ لري، په رښتیا هم د اړیکو نیولو مشکلاتو سره مخ شوم. 

   ازاد افغان خبریال شفیع کریمي اوس په فرانسه کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي (انځور د شفیع کریمي له خوا(
 

د جلاوطنه ژورنالیستانو لپاره مالوماتي سرچینو کې ددوئ پخواني همکاران چې د طالبانو له واکمنېدو سره تر شا پاتې شو، چې ځینې یې په ښکاره د کار په دوام کې ځانونه خوندي نه ګڼي. بیا هم، دوئ خپل مسلک ته ژمن دي، تر څو د باوري مالوماتو خپرېدل جریان ولري، بشرا صدیقي وویل، چې په افغانستان کې یوه پخوانۍ ادیتوره همکاره او یوې محلي ورځپاڼې سره پخوانۍ خبریاله ده. له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ پورې، اغلې صدیقي د کابل په پوهنتون کې ژورنالیزم و لوست، له کوم ځایه چې هغې د خپلو اړیکو د شبکې بنسټ کېښود. هغې وویل چې ژورنالیزم یو مشهور تخصص ؤ: په ۲۰۲۱ کال، د ژورنالیزم له پوهنځي څخه ۳۰۹ محصلین فارغ شوي ؤ.  

د احتیاطي تدبیر په توګه، اغلې صدیقي د خپل ژورنالیست همکارانو غواړي تر څو ددوئ ترمنځ د اړیکو شواهد له منځه یوسي. هغې وویل: “که چېرې، طالبان ستا موبایل ولټوي او و ګوري چې تاسو په امریکا کې د ژورنالیست سره په اړیکه کې یاست، دا به ډېره ګواښوونکې وي”. 

د جلاوطنه ژورنالیستانو یا نورو خلکو لپاره د مالوماتو نورې لارې او سرچینې ډېری وخت بندې وي. پخواني دولت په ۲۰۱۸ کال کې مالوماتو ته د لاسرسي کمیسیون تأسیس کړ، چېرې چې هر چاته د عامه مالوماتو د ورکولو لپاره میکانیزم ترتیب شو. زهرا موسوی، چې له تقرر څخه تر د طالبانو د واکمنېدو پورې مالوماتو ته د لاسرسي کمیسیون مشره وه، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته وویل: په داسې حال کې دا د هڅونې خبره ده چې د تر اوسه یاد کمیسیون له منځه ندی تللی، دفترونه یې د ولس او مطبوعاتو پرمخ تړلي پاتې دي او ویبسایټ (وېب پاڼه) ته یې هم لاسرسی نکېږي. د اغلې موسوي په څېر د کمیسیون نور غړي هم د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان څخه ووتل، هغې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)ته په یو مسیج کې وویل. 

د هېواد مالوماتو ته د لاسرسي قانون، چې د تېر دولت لخوا تصویب شوی ؤ، موسوي وویل: “نور نو هیڅ ارزښت نلري یا یې طالبان نه استمالوي”. بالآخره، ممکن مالوماتو ته د لاسرسي کمیسیون د یو مستقل ریاست او یا هم د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې په کار پیل وکړي، هغې اضافه کړه چې یاد کمیسیون به د فعالیت لپاره کافي بودجه ونلري.  

په صورت عموم، طالبانو هڅې ګړندۍ کړې دي تر څو هر هغه مالومات چې په ټول هېواد کې ددوئ سوله، ثبات او امنیت ننګوي، د خپرېدو مخه ډب او سانسور کړي. شفیع کریمی، په فرانسه کې یو جلاوطنه آزاد ژورنالیست، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته وویل د نمونې په ډول، د طالبانو ویاندویان، په تېر سخت ژمي کې د کوچنیانو د مړینې د کچې په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه. علی شیر شهیر، یو افغان ژورنالیست چې اوس په جرمني هېواد کې په جلاوطنۍ کې اوسېږي وایي، کله چې د کابل په لویدیځ کې د شیعه هزاره ګانو په چم کې په لېسه کې د اپرېل په میاشت کې یوه چاودنه وشوه، نو طالبانو د یادې پېښې او د پېښې د قربانیانو په هکله د هر ډول مالوماتو له ورکولو څخه انکار وکړ. شهیر وایي، د طالبانو ویاندویان مونږ ته د “ګوډاګي ژورنالیستانو”، خطاب کوي، “دوئ مونږ د ځینو خاصو هېوادونو د ګټې لپاره په کار کولو او د دوئ خلاف په پروپاګن تورنوي”. 

جلاوطنه ژورنالیستان چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) سره خبرې کولې، دا و منله چې د ولسي ژورنالېزم رامنځته کېدو ورسره د مالوماتو په خپرولو د طالبانو د محدودیتونو په ګوته کولو کې مرسته کړې ده، بالاخصوص په خواله رسنیو کې. “مونږ د افغانستان څخه ډېر مسیجونه تر لاسه کړي. دوئ غواړي مونږ ته راپور راکړي”، زهرا جویا، مشره ادیتوره او د ښځو په برخه د متمرکزې رسنۍ رخسانه رسنۍ بنسټ ايښودونکې، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته په یو ویډیوي اړیکه کې په لندن کې د یوه هوټل له کوټې وویل، چېرې چې هغه د نورو ۴۰۰ افغانانو سره ځای پر ځای شوې ده. جویا او نور ژورنالیستان چې د د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) سره یې خبرې کړې دي، پدې باور لري چې ډېری ننګوونکي نیمګړي او غلط مالومات د افغانستان له داخل او خارج څخه ددوئ د ماموریت یو لویه برخه تشکیلوي. 

اوس هم په خطر کي دي. 

په داسې حال کې چې سلګونه افغان ژورنالیستان په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، راپور ورکونه ورته یو امتیاز پاتې دی: ډېر کم شمېر یې توانېدلي دي چې له بهر څخه خپلو دندو ته دوام ورکړي. افغانستان انټرنیشنل په خصوصي ډول تمویلېږي، پداسې حال کې چې رخسانه بیا د کابل له سقوط څخه وروسته په خصوصي مرستو چلېږي، (ځینې ژورنالیستان هلته په رضاکاره ډول کار کوي). 

کریمی د درې نورو ژورنالیستانو سره په فرانسه کې دا څو وروستۍ میاشتې په دې تېرې کړې چې په جلا وطنۍ کې د افغان ژورنالیستانو شبکه یا Afghan Journalists in Exile Network (AJEN) بنسټ کېږدي، کوم چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د بیان آزادۍ د مسایلو تر پوښښ لاندې راوستلو په لټه کې ده ــ هغه مسایل چې په افغانستان کې ډېر زیات سانسورېږي. یاده شبکه به ددې تر څنګ چې هغه ژورنالیستان چې په افغانستان کې پاتې دي مرسته ورسره وکړي، کوښښ به کوي تر څو هغه شمېر ژورنالیستان چې له هېواده وتلي دي فرصتونه ورته برابر کړي. د د آزادۍ شبکې (Freedom Network)، چې په پاکستان کې د رسنیو د آزادۍ یو ګروپ دی، د ۲۰۲۲ کال د می د میاشتې د راپور پر بنسټ، جلا وطنه ژورنالیستان په پاکستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، د بېلګې په ډول، اقتصادي، رواني او مسلکي مرستو ته.  

 
  په لندن کې د افغانستان نړیوال خبري خونه (انځور د افغانستان انټرنیشنل له خوا(

همداسې یو ژورنالیست ـــــ چې اوسمهال په مستعار نوم احد سره کار کوي، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په مني کې وروسته له ډېرو ګواښونو او د یوه طالب لخوا د برید وروسته پاکستان ته ووتلو. برید کوونکي نوموړی د هغه د پخوانۍ راپور ورکوونې په اساس پېژندلی ؤ، احمد وویل، د طالبانو له واکمنېدو لږ وروسته يې تعقیب کړی ؤ، او پداسې حال کې یې ووهلو چې خپل ناروغ زوئ یې کلینیک ته روان کړی ؤ. احمد پخوا د یو محلي خپروونکې رسنۍ سره افغان جګړې ته پوښښ ورکولو او هم یې د امریکا د متحده ایالاتو د دولت لخوا مرسته شویو مطبوعاتي پروژو او خپروونو کې کار کاوه. څرنګه چې احمد د امریکا د مهاجرت ځانګړې وېزې لپاره منتظر دی، دا یوه اوږدمهاله پروسه ده چې ممکن کلونه وخت ونیسي، هغه د آزاد ژورنالیست په توګه پاکستان کې په کار کولو سره ځان خوندي نه ګڼي. هغه خارجي خبریالانو ته د لنډو مرکو د برابرولو او نورو تحقیقي راپورونو کې د مرستې کولو له لارې ډېر لږ عاید تر لاسه کوي.   

د اګست ۲۰۲۱ راهیسې، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) د احمد نوم د افغان ژورنالیستانو د ایستلو (تخلیې) په لوړ ګواښ لرونکو لیسټونو کې ځای پر ځای او د ډېرو بهرنیو هېوادونو او سیمه ایزو ادارو سره شریک کړی، مګر تر دې مهاله بې پایلې دي. پداسې حال کې چې دهغه کورنۍ د نورو افغانانو سره په یوه کوچني کرایي کور کې اوسېږي، چېرې چې په ورځ کې نږدې پنځه ساعته برېښنا پرچاوي لري. د کوچنیانو لپاره خصوصي زده کړې ډېرې ګرانې دي، او نشي کولای محلي دولتي ښوونځيو کې داخله واخلي. نو ځکه په کور پاتې دي. 

د احمد ستونزې د نورو افغان ژورنالېستانو په څېر دي، چې په نوي هېوادونو کې د ژوند پیل کولو لپاره مبارزه کوي. په پاکستان کې د افغان خبریالانو په اړه د آزادۍ شبکې “ژوند په لېمبو کې” راپور موندلی چې په سلو کې ۶۳ ځواب ورکوونکي، چې اکثره یې تجربه لرونکي خبریالان دي، احساس کوي چې له خپل هېواد څخه بهر په مسلک کې د کار کولو لپاره کافي مهارتونه نلري. ډېرو یې وویل چې دوئ مالي، د کور او روغتیا پاملرنې ستونزې لري. ډېرو یې د    څخه د مرستې غوښتنه کړې او وایي چې دوئ د کار اجازه نلري، نو ځکه دندې نشي ترلاسه کولای. په ګاوندي هېواد پاکستان کې هغو کسانو چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي، دوئ اوس هم په رسنیو کې د کار له امله له طالبانوڅخه د خطر احساس کوي. 

هغه ژورنالیستان چې په غرب کې بیا مېشت شوي او خپل راپور ورکوونې ته دوام ورکوي، هم د خپلو ځانګړو ننګونو سره مخ دي. دوئ له دې وېره لري چې د طالبانو غچ اخیستنه نه یواځې د دوئ د سرچینو خلاف ده، بلکه د دوئ کورنیو ته چې په افغانستان کې پاتې دي هم مواجه ده. دا پداسې حال کې ده، چې هغه ژورنالیستانو چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) ته وویل، چې دوئ تر اوسه د غچ اخیستنې کومه پېښه تر اوسه نده لیدلې، ولې د پام وړ ګواښ اوس هم شتون لري. 

د نمونې په ډول، اغلې شهید وايي، چې د شپې پاڅېږي او خپل وټسپ ددې لپاره ګوري، چې وېره لري ګوندې د کورنۍ غړي به یې په پنجشیر کې د طالبانو د ظالمانه ادعاؤ په اړه د هغې د راپور ورکولو له امله په غچ کې زیانمن شي. هغه د خپل تېر ژوند په هکله چې په افغانستان کې خبریاله وه هم ډېر خفګان کوي، چېرې چې د هغې راپور ورکونې یو طبقه نفوس چې د بې سېوادۍ لوړه کچه لري اغېزمن کړی ؤ. “، هغي وویل: “خلکو به د موبي ګروپ (MOBY Group) دروازې ټکولې [هغه شرکت چې د طلوع نیوز مالکیت هم لري] او غوښتنه به يې کوله چې یواځې له ما سره خبرې وکړي. اوس هغه 7000 میله لرې ده او هغې ته د لاسري یواځینۍ لاره سایبر سپیس دی.