سپارښتنې

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمیټه، په افغانستان کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب او رسنیو آزادۍ تاُمینولو لپاره لاندې سپارښتنې وړاندې کوي:

د افغانستان اصلي واکمنانو، طالبانو ته!

.1ټولو ژورنالېستانو او رسنیو کارکوونکو ته درناوی ولرئ او ډاډ ورکړئ، څو ژورنالېستان د طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې د عامه ژمنو په پام کې نیولو سره بې له کومې وېرې او فشار په ازاده او خپلواکه توګه راپورونه او خبرونه وړاندې کړي.

  • د ژورنالېستانو او رسنیو مرستندویه کارکوونکو خپلسرو نیونو، بندي کولو، جبري ورکیدنې، وهلو او زورولو ته د پای ټکی کېږدئ. ټول پخپلسر نیول شوي ژورنالېستان ازاد کړئ.
  • د ښځینه ژورنالېستانو وړتیاوې بېرته خوندي کړئ، څو بې له زور زیاتي او توپیري چلند څخه په آزاده توګه کار وکړي، همدارنګه د ښځینه کارکوونکو لپاره د د خبرونو پرمهال د مخ پټولو محدویتونه هم له منځه یوسئ.
  • ټولو کورنیو او بهرنیو ژورنالېستانو ته اجازه ورکړئ، څو په آزاده توګه هېواد ته راشي او ولاړ شي او همدارنګه باید له کومې لاسوهنې او ستونزې پرته د افغانستان په داخل کې کار او سفر وکړي.

.2د رسنیو پالیسي جوړولو او عملي کولو په تړاو د استخباراتو د عمومي ریاست او امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مداخلو ته د پای ټکی کېږدئ، یا هم د ژورنالېستانو او رسنیو د کارونو پر مخ خنډونه او مداخلې ختمې کړئ.

.3  د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو سرغړونې کمیسیون په ګډون ټولو مدني بنسټونو ته اجازه ورکړئ، څو د رسنیو اړوند له خپل واک څخه ګټه واخلي او په رسنیو د بریدونو، خپلسرې نیونو، د ژورنالېستانو په وړاندې زور زیاتی او د رسنیو کارکوونکو په نښه کولو په تړاو ټول شکایتونه په بشپړه بې پرې توګه وڅیړي. 

.4 د هغو ژورنالېستانو د اغیزمنې درملنې ډاډ ورکړئ، کوم چې د رسنیزو کارونو په ترڅ کې په نښه شوي دي او همدارنګه د طالبانو هغه غړي هم مجازات کړئ، چې په ورته سرغړونو کې لاس لري.

.5 په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو د څانګې سره خپل تعامل او ښکیلتیا ته رغنیزه ادامه ورکړئ، څو په هېواد کې د ژورنالېستانو وضعیت ته د حل لاره پیدا کړي.

.6 په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکو سره تعامل او په هېواد کې د سفري اسانتیاؤ چمتو کولو ته ادامه ورکړئ، او همدارنګه اجازه ورکړئ څو د ژورنالېستانو او رسنیو د مشرانو سره شخصي لیدنې ترسره کړي. 

* د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه، دا سپارښتنې، د افغانستان اصلي واکمن په توګه طالبانو ته وړاندې کوي او دوی په هېواد کې د بشري حقونو د ساتلو دنده پر غاړه لري. 

ټولو حکومتونو ته!

.1 هغه افغان ژورنالېستان ومنئ، کوم چې له هېواده د بېړنیو وتلو په لټه کې دي او ورته د ویزو بیړني پروګرامونه په لاره واچوئ، په ځانګړی توګه د هغه ژورنالېستانو لپاره چې ژوند یې د خطر سره مخ دی.  

.2 د افغان ژورنالېستانو لپاره د بیا مېشتېدنې پړاوونه منظم کړئ او جلا وطنه ژورنالېستانو سره مرسته وکړئ، څو د ژورنالیزم برخه کې خپل کار ته ادامه ورکړي، همدارنګه په هېواد کې د پاتې ژورنالېستانو په تړاو د مناسبو ادارو سره همکاري وکړئ، څو ژورنالېستانو ته بشري او تخنیکي مرستې پراخه کړي. 

.3 په طالب او نورو چارواکو باندې چې د ژورنالېستانو او رسنیو کارکوونکو په وړاندې د بشري حقونو په سرغړونې مسؤل دي، د هدفي بندیزونو پروګرامونه وکاروئ. 

.4 د رسنیو د آزادۍ سرغړونو غندلو ته ادامه ورکړئ او د افغانستان د اصلي واکمنانو سره په هر ډول دیپلوماتیکو اړیکو کې روښانه کړئ، چې د خپلواکو رسنیو آزاد فعالیت د افغانستان د راتلونکی لپاره اړین دی. 

.5 د سیاسي او دیپلوماتیک نفوذ څخه په کټې اخیستنې طالب چارواکي دیته اړ کړئ، څو په افغانستان کې له خپلواکو رسنیو محدودیتونه لرې کړي او ډاډ ترلاسه کړئ چې ژورنالېستان نور د خپلسرو نیونو، زورونې، وهلو او ګواښونو سره نه مخ کیږي. 

.6 هغه حکومتونه چې “د ښځو بهرنۍ پالیسيانې”، یې غوره کړېدي لکه کاناډا، فرانسه، جرمني او سویډن او همدارنګه هغه نور هېوادونه چې د ښځو حقونو ته ژمن دي، باید چې داسې یوه ستراتیژي جوړه او عملي کړي، څو د افغانستان اصلي واکمن (طالب چارواکو) سره په روانو تعاملاتو کې د افغان ښځینه ژورنالېستانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونو لرې کولو لپاره په ګډه وکالت وکړي. 

.7 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو متخصصینو په شمول د یوناما ماموریت دوام ملاتړ کول او د بشري حقونو څارنې، اسنادو او حساب ورکونې هڅو په شمول د رسنیو آزادۍ موضوعاتو لپاره کافي سرچینو د شتون څخه ډاډ ترلاسه کړئ. 

نړیوالو سازمانونو ته! 

.1 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید د ۱۹۸۸ کال بندیزونو کړنلارې سره سم پر ټولو هغو طالب مشرانو د سفر بندیزونه ولګوي، چې د بشري حقونو د سرغړونود ښکېلتیا په شمول پر رسنیو د بریدونو مسؤل دي.

.2 د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي باید په افغانستان کې د موجود او جلا وطنه ژورنالېستانو سره لیدنې وکړي، څو په خپلې راپور ورکونې او د هېواد له اصلي واکمن (طالب چارواکو) سره په تعاملاتو کې د هغوی تجرې شاملې کړي. 

.3 د جرمونو نړیواله محکمه باید چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو پلټونو ته ادامه ورکړي، او د بیا ځلې څېړنو د یوې برخې په ډول په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت له خوا ترسره شوي جرمونه دې هم تعقیب کړي.  

.4 د رسنیو د آزادۍ ایتلاف چې د نړۍ ۵۲ هېوادونه یې غړیتوب لري او په ګډه سره د رسنیو د آزادۍ او ژورنالېستانو د خوندیتوب وکالت کوي، باید چې د افغانستان غړیتوب وځنډوي او په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ د ودې لپاره عملي او کوټلي ګامونو اخیستلو په لټه کې شي.