Artwork: Jack Forbes
Artwork: Jack Forbes

جسماني حفاظت : قدرتي طوفانونه او سخت موسمي حالات

29 جولائی 2021   ته اپ ډېټ کړے شوے دے۔

قدرتي  طوفانونه  یا سخت موسمي حالات  اچانک يا ناڅاپي راتللې شي  اور د دوئ خطرات هم په مونږ د تیزي سره اثر انداز کیدلے شي۔ صحافیانو له پکار دي  چې دوئ  د کومې واقعې رپورټنګ کوي چې د هغې  سره ټرلې ممکنہ خطرو يعني ستونزو په باره ګښې تحقیق وکړي او د هغې  مطابق تیاري  وکړي۔

موضوعات

د خطرو کمولو د پاره ، میډیا ورکرز لپاره لاندې ليکل شوي حفاظتي  مشورو باندې غور کول پکار دي:

عمومي حفاظتي لارښودنه 

د اسائنمنټ منصوبہ بندي

  • د خطرے په وجوهاتو ځان پوهه کول چې واقعه په کوم ځائ کښې شوې ده يا کيږي لګيا ده ۔ که چرته واقعه په يو لانجمنه يعني په متنازعه کښې شوي وي چرته چې قانون پر ځاي کونکې ادارې کمزورې وي، نو په عمومي سيکورټۍ کښې د حالاتو خرابي هميشه لپاره يوه خطره شمار کيږي.
  • مقامی حالات او د صورت حال مطابق نقل و حرکت او د سفر تعین وکړی۔ که ممکنه وی، علاقے کے زیات نه زیات صحافیانو، امدادی ایجنسیانو یا مقامی خلقو نه حالات حاضره صورتحال په باره کښې خبره وکړی، او د هغی مطابق منصوبہ بندی وکړی۔
  • ځائي حالاتو او د صورتحال مطابق د خپل تګ راتګ او سفر بندوبست وکړئ۔ که چرته ممکنه وي تو ځائي صحافيانو،امدادي ايجنسيانو يا ځائي خلکو نه د تازه حالاتو په اړه کښې خبرې وکړئ او بيا د هغې مطابق منصوبه بندي وکړئ۔
  • په متاثره علاقه کښې د زندان يا چړيا ګهر لټون وکړئ او په دې خبره دهيان وکړئ چې د عمارت يا د ځنګل ورانيدو په نتيجه کښې کيدلې شي چې قيديان يا ځناور به تښتيدلي وي۔
  •    د مقام په لحاظ سره تاسو ته پکار دي چې له ځان سره نغدې پيسې په ډير مقدار کښې وساتئ ۔ که چرته داسې وي نو هغه نغدې پيسې لږې لږې په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړئ ۔ د پيسو حفاظت لپاره ځانګړي ځايونه خواښ کړئ ۔
  • معلوم کړی چی حفاظت سره رپورټ کولو د پاره تاسو له څه مخصوص ذاتی حفاظتی سامان (  مثلاً د سا اخستو سامان ) ضرورت پیخیدے شی۔  
  • د خبرے له یقینی جوړ کړی چی ستاسو انشورنس پلان د مخصوص حالاتو د پاره کوریج فراہم کوی، او معلوم کړی چی په ہنګامی حالاتو صورت کښې اسپتال رسولو سہولت موجود دے؟  
  •   د معلوم کړئ چې د محفوظې طريقې سره رپورټنګ لپاره تاسو له څۀ نور مخصوص ذاتي حفاظتي سامان د مثال په توګه د ساه اغستو سامان ضرورت پېښدلے شي۔
  •  د خبره يقيني کړئ چې ستاسو انشورنس پلان د مخصوص حالاتو لپاره تاسو کوريج در کوي او دا معلوم کړۍ چې په هنګامي حالاتو کښې تاسو اسپتال رسولو سهولت هم موجود دے؟ 

د عملے انتخاب تجاویز

د سټاف يا عملے ټاکلو لپاره تجويزونه

  • د عملے کسانو له بعضې وختونو کښې د سختو حالاتو مقابله کولو لپاره تر ډيره پورې چمتو اوسيدل پکار وي ۔
  •  د صحت په اړه هر قسم صورت حال اور ضروري دوائيانو جائزه واخلئ، په دې خبره توجه ورکړئ چې په دې سيمو کښې د صحت سهولتونو نيشتوالي له وجې د ضرورت هر دوا له ځان سره پکار ده ۔
  •  د سخت موسم او قدرتي آفتونو واقعات رپورټنګ کولو په وخت د عملے غړو څخه يواځې کار کولو طمه نه دي کول پکار،بلکې غوره خبره دا ده چې يو قابل او باوري مقامي صحافي يا مقامي رهنما سره کار وکړئ کوم چې علاقې نه مکمل خبر وي۔
  • د بربادئ او د مرګ منظرونه په ليدو سره تاسو پريشانه کيدے هم شئ ۔ دويمه صدمه يا صدمې نه پس ذهني ناورغي خطرے باندې هميشه توجه ورکړئ۔ د نور معلوماتو لپاره د  CPJ  نفسیاتي حفاظتي نوټ کتلے شئ ۔

مواصلات ( د اطلاعاتو حصول او فراهمي

  • مواصلاتي نظام کښې خلل راتللې شي يا دا په مکمله توګه خرابيدلې هم شي ۔ که په قانوني توګه دا اجازه وي نو د مواصلاتو يعني د رابطو (بيک اپ ) لپاره سيټلائيټ فون واخلئ ۔ 
  • مقامي حفاظتي مشورے اغستو لپاره د مقامي څارواکو او هنګامي د خدماتو ادارو سره په اړيکه کښې اوسئ ۔
  • د خپلې ادارې نه د چيک ان طريقه جوړه کړئ ، په خاصه توګه داسې ځايونه يا علاقې چرته نه چې تاسو رپورټ کوئ او په هغه ځائ کښې حالات روغ نه وي او  لوټ مار شروع شوې وي ۔
  • د خرابو حالاتو له وجې تاسو په منصوبو کښې د تبديلې ضرورت پيښدلې شي ۔ خپلې ادارے سره رابطه وکړئ او په هنګامي ډول راوتلو لاره جوړه کړئ او خپله اداره د خپل سفري منصوبې کښې څه قسمه تبديلي په اړه خبر کړئ ۔

لباس او سازوسامان 

دا خبره يقيني کړئ چې د امدادي ايجنسيانو اړخ نه که چرته تاسو څۀ مرسته نۀ کيږي نو چې تاسو خپل انتظامات برابر وي ۔ په مکمله توګه باندې سازو سامان برابره ول ضروري دي خو ولې په مکمله توګه تياري اور د سامان وزن توازن برابر ساتل دي۔ په دې کښې غوره څيزونه دا دي:

  • ډیزاسټر سپلائی کټ، کوم کښې( پورټیبل ریډیو، ټارچ او ہیډ ټارچ (اسپیئر بیټریانو سره،نا خرابيدونکي خوراکي اشیاء، د خوراک پخولو سامان، یوه خیمه، مناسب سلیپنګ بیګ، یو ملټي ټول او کین اوپنر شامل کیدے شی۔علاقے کښې د څیزونو اغستو لپاره معقول رقم هم ځان سره  ساتئ۔
  • یو مکمل ابتدائي طبي امدادي کټ۔ زخمونو او خراشونو لپاره اضافي جراثیم کش وائپس، جیل، یا کریم شامل کړ۔ د ذاتی دوایانو مکمل بندوبست و کړئ، دا خبره یقیني کړئ چې د دې دوايانو په ملکي  قانون کښې اجازت وي۔ 
  • معیاری ماسک(مثال په توګه اين  95 ګريډ)يا د دې چې کوم بهتروي چې داسې ځائ کښې اچول  ضروری دي په کوم ځائ کښې د وبا خطرات وي  یا ډيره زیاته تباہي وي۔ که خطرناک کیمیکل یا مواد (مثلاً د ایسبیسټوس) خطره وي، نود ساه اخستو خصوصی  آلات اچول پکار دي۔ 
  • هغه جامې کوم چې د مخصوص موسمی حالاتو د پاره جوړې شوې  وي (لکه ښپو له  سهولت  ورکولو والا مضبوط بوټان)۔ 
  • فولډنګ کنستر کوم چې اوبه یا  ايندهن ذخیره کولو د پاره استعمالیدے شي، د ايندهن ذخیره کولو خطرو نه ہوښیار اوسئ۔ 
  • آیوډین ټيبليټس یا پورټیبل اوبه صفا کولو نظام ډير مهم دے۔ صفا اوبه لازمي دي او که تاسو وړلې شئ له ځان سره نو داسی ضرور وکړئ۔ خو داسې همیشه ممکنه نه ده. څومره زر چې ممکنه وي د اوبو محفوظ ذریعه ولټوئ او همیشه د اوبو ذخیره برقرار وساتئ۔ 
  •  نا خرابيدونکې  خوراک څو ورځو ذخیره  ساتل پکاردي۔ خوراک د پاره تیار خوراک وړل وزني کیدے شي، ولې دا د هغو علاقو د پاره یو عملي حل دے په کوم ځائ کښې چې  د خوراک ميلاويدل ګران وي۔ 
  • پورټیبل لائټنګ او د ضروری بجلي  انتظام۔ د بجلي ذریعه  ترجیحاً شمسی توانائی سره چلیدو واله  پکار ده۔ کوم صحافیانو له چې  ډیر زیات سازوسامان استعمالول وي هغوئ له پورټیبل جنریټر اخستو باندې غور کول پکار دي۔

رہائش

  • رپورټنګ مقام ته رسیدو سره په فوري توګه باندې داسې  رہائش لټون وکړئ کوم چې تر ممکنه حد پورې محفوظه وي او حادثې یا آفت ځائ نه محفوظ فاصله باندې  وي۔ 
  • معائنه وکړئ کوم ځائ  چې تاسو رہائش اختيار  کړې دے هغه محفوظ حالت کښې دے، او که ممکنه  وي نو د عمارت په بره چهت باندی رہائش کولو نه ډډۀ وګړئ۔

ذرائع نقل حمل 

د تلو راتلو ذرائع

  • څه مقاماتو سره ستاسو زميني رابطه کټ کيدې شي او هغو ځايونو له يواځې په هيلي کاپټر يا وړوکي جهاز په ذريعه تلل ممکن کيدے شي ۔ دا خبره يقيني کړئ چې ستاسو انشورنس پاليسي تاسو له داسې د تلګ راتلګ ذرائعو سهولت درکوي۔ تکړه او د لائسنس يافته سپلائرز استعمال کړئ ۔
  • که تاسو له فوراً و تلو ضرورت وي نو ښه ذرائع د آمدورفت سهولت لپاره پکار دے ټيکسيانو باندې انحصار مۀ کوئ، د سفر ګاډئ د حالاتو مطابق پکار ده           مثال په توګه (ہائی ګراؤنډ کلیئرنس، مضبوط او مناسب آلات نه لیس)
  • خپل ګاډي له هميشه د بهر وتلو په سمت باندې ودروئ چې هغه تاسو فوراً اوباسئ۔

موقع مناسبت او آګاهي

  • متاثره مقامي خلک به په ممکنه ډول باندې پريشانه او غوصې په حالت کښې به وي۔ د هغو يا د هغئ جائيداد فلم يا تصوير کشي کولو نه اول هميشه اجازت اخلئ۔ که چرته هغه تاسو منع کوي نو د خپلې رابطې نمبر تاسو ورکړئ چې تاسو سره ورستو رابطه کولې شي۔
  •  د ځائ  موندلو  لپاره د نړیوال موقعیت سیسټم (GPS) باندې تکیه مه کوئ، او  یاد ولرئ چې ځانګړې  نښې نښانې کولې  شي تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو خپل ځان سم لوري ته  اوباسئ۔
  • داسائمنټ پرمهال د موسم حال نه ځان خبر ساتئ  او د ترمیم وړ سفر پلان چمتو کړئ۔
  • د هنګامي خدماتو ادارو په  مشورو پام وکړئ او د دوی په کارونو کښې مداخله مه کوئ۔
  • د ګيس او بجلي مرکزونو ته ممکنه  ده زيات نقصان رسيدلې شي۔ په داسې خراب شوي مقام او حالاتو کښې اُور لګول یا سګريټ څکولو څخه ډډه وکړئ۔

 د پیښې پراړه مخصوص حفاظتي مشوره

سیلاب

د رسنیو کارکونکي باید د سیلاب اوبو ته د ننوتلو څخه ډډه وکړي چې په تيزئ سره بهیږي یا ځمکه ښويدلې وي۔ په داسې حالاتو کښې دا خطرے مخې ته راتللې شي : د ځمکې ښویدن، خلاصې کندې، کندې، ډنډونه، د ځنګلي حیواناتو، او د کورنو ګنده اوبه، او ډوب شوي خنډونه، او داسې نور۔

  •  د دیوالونو او ودانیو څخه لرې فاصله کښې ځان وساتئ، کوم چې کیدے شي دا غورځيدو چانس  ولري۔
  •  د ناڅاپه څپو او یا د اوبو د سطحې د لوړیدو لپاره هوښیار اوسئ۔
  •  په پام کې ونیسئ چې ولاړې اوبه ډیری ناروغۍ خپروي او کیمیاوي خطرونه لري۔
  •  هیڅکله د سیلاب اوبو ته نږدې مۀ ورځئ یا پکښې موټر مۀ چلوئ، او خبر اوسئ چې پلونه ممکن ده چې کمزور او ناامنه وي۔
  •  که چیرې په یوه سیمه کې ماینونه په تیرو وختونو کې شتون ولري، په پام کې ونیسئ چې کیدای شي د سیلابونو په واسطه يو خوا بل خوا تللې شي۔
  •  که چیری یو سمندری نالئ یا ساحل ته نژدي  وي، نو د لهرونو د وخت څخه خبر اوسئ او دې ته پام وکړئ چې د لهر په راتګ سره چی لوړو مځکی ته په آسانه سره  ورسیږئ.
  •  د مخ  صفا کولو،خوراک  خوړلو، څښلو یا سګرټ څکولو څخه مخکې خپل لاسونه په ښه توګه ومینځئ او یا یې پاک کړئ.
  •  د انفیکشن د خطر له وجې په خلاص زخمونو باندې د اوبو اچولو څخه ډډه وکړئ.
  •  د کار وروسته ټول وسایل، جامې او بوټان په ښه توګه پاک کړئ۔

د ځنګل اورونه

هیڅکله د ځنګلي اُور رفتار، طاقت او د تباهئ انداز کم مه ګڼئ۔ تر دې چې ورکوټي اورونه د خشکو هواګانو، لوړې تودوخې او قوي بادونو له امله په چټکۍ سره نور زياتيدلې شي ۔  یاد ولرئ چې اُور په توګه د شاوخوا باد په لور وده کوي، نو تل د باد لوري ته پام وکړئ او خپل ځان د دې مطابق ځای په ځای کړئ‌۔

مهرباني وکړئ په ځمکه کښې د ځنګلي اورونو احاطه کولو  په اړه د CPJ تفصيلي خوندیتوب یادښت ته کتنه وکړئ۔

 سمندري طوفان

سمندري طوفانونه او طوفاني هواګانې کولې شي ملکیت ته زیان ورسوي، بنيادي سهولتونو ته  نقصان ورسوي، مواصلات، بجلي نظام او ټرانسپورټ ګډوډ کولې شي۔

  •  که چرته د هوا رفتار زیات شي، نو سمدستي پناه وغواړئ او بهر ته د تګ څخه ډډه وکړئ۔
  •  د طوفان په حالت کې د لویو شیشې کړکیو او شیټ چت څخه لیرې پاتې شئ۔
  •   طوفان کښې د موټر چلولو طريقو  څخه خبر اوسئ –په طوفاني هوا کښې د موټرو کنټرول کول مشکل کیدلې شي۔
  •  خپل سفر په پام کې ونیسئ چې ځینې پلونه او سړکونه په تیزو هواګانو او طوفان له وجې تړل کیدې شي۔
  •  پورته د سیلاب برخه وګورئ( د سیلاب نه پېښدونکې خطرونو ته پام وکړئ) ۔

د آتش فشان چاودنه

  • هغو کسانو ته چې ساه اغستو کښې ستونزې لري مشوره ورکول کیږي چې د زیان رسوونکو ګيسونو(لکه کاربن ډائ اکسایډ، سلفر ډائ اکسایډ، هایډروجن سلفایډ، راډون، هایدروجن کلورایډ) د خطر له امله له دې سیمو څخه ډډه وکړي۔
  •  د اورښتونو څخه لیرې ځای غوره کړئ او د بدلون شرایطو په پام کې نیولو سره د نورو ملګرو سره کار وکړئ۔
  •  د باد د سمت بدلولو څخه خبر اوسئ، کوم چې کولی شي زیان رسونکي ګيسونه او خاوري نور هم خپروي۔
  •  هغه جامې واغوندئ چې په طبیعي ډول د اور په وړاندې مقاومت لرونکي فایبرونو څخه جوړ شوي وي۔
  •  د خطر په سیمه کې خپل وخت محدود کړئ، او  یاد ولرئ چې دوړې، ورېځې، باران، آتش فشاني لوګي، یا شپه د خبرتیا پرته د ناڅاپي ټیټ لید لامل کیدے  شي۔
  •  د لویو چټانو او درنو چټانونو د خطرونو څخه خبر اوسئ، کوم چې ځینې وختونو کښې پيښې د سایټ څخه تر دریو میلونو پورې لرې  اخراج کیدلې شي۔
  •  د نور آتش فشاني د نښو نښانو لپاره خبرتیا ولرئ۔

زلزلے

  •  که د زلزلې په وخت کې موټر چلوئ، د عمارتونو څخه خوندي فاصله وساتئ چې کیدای شي نړیدلي یا نړیږي.  په موټر کې پاتې شئ او د ژوند ژغورونکو څخه محتاط اوسئ چې ممکن موټر ته ننوځي۔
  •  د خطرونو څخه خبر اوسئ لکه ړنګ شوي عمارتونو، د بجلئ تارونه یا د ګيس لینونه، د ودانیو بې ثباته جوړښتونه، مات شوي شیشې او داسې نور۔
  •  د سونامي د خطر څخه خبر اوسئ که چیرې ساحل یا سیند ته نږدې وي.  د بحر په سطحه کې د غیر طبیعي بدلونونو هر ډول نښو لپاره وګورئ، او د ځمکې دننه او لوړې ځمکې ته د تګ پلان لري۔
  •  د زلزلې د اغیزو لپاره چمتو اوسئ.  که تاسو په ودانۍ کې یاست، کښینئ۔
  • د فرنیچر څخه لیرې اوسئ چې کیدای شي تاسو ته راشي.  کله چې خوندي وي، د تودوخې ټولې سرچینې بندې کړئ او هر اور مړ کړئ.  ماچس يا لائټر مه  پکاروئ کوم نه چي اُور لګي، او یوازې هغه وخت بهر لاړ شئ کله چې تاسو ډاډه یاست چې دا کار کول خوندي دي۔  پورته د سیلاب برخه وګورئ) د سیلاب د احتمالي خطرونو څخه خبر اوسئ)

 لینډ سلائډنګ / ځمکې ښویدنې

  •  په محفوظ ځائ کې کار وکړئ.  هر سلایډ بې ثباته کیدې شي او د نور حرکت احتمال لري۔
  •  په هغو سیمو کې کار مه کوئ چیرې چې ثانوي سلایډونه یا واورې ښویېدنې پیښیږي۔
  •  د هغو غږونو په اړه محتاط اوسئ چې کیدای شي د نورو چټانونو د رالویدو یا نور فعالیت په ګوته کړي۔
  •  د اوبو جریان، او د اوبو سطح او رنګ ته پام وکړئ، کوم چې کیدے شي د پورته جریان فعالیت په ګوته کړي۔
  •  د نړیدلو ودانیو او عمارتونو د خطرونو څخه خبر اوسئ، په شمول د بریښنا د ستنو۔
  •   پورته د سیلاب برخه وګورئ) د سیلاب د احتمالي خطرونو څخه خبر اوسئ)

شدید ګرمي 

  •  د امکان په صورت کې د رسنیو کارکوونکو ته اجازه ورکړئ چې یو څه وخت په سیمه کې تیر کړي ترڅو دوی د سختې هوا په وړاندې مقاومت وکړی۔
  •  دا د ورځې په ګرمۍ کې وکړئ (د 12:00-15:00 ترمنځ) د کار څخه ډډه وکړئ.  په منظم وقفاتو کې سیوري لرونکي ځائ وپیژنئ یا چمتو کړئ او د هرې کاري ځائ لپاره یې استعمال کړئ۔
  •  د لمر سکرین او سپکې جامې واغوندئ چې طبیعي رطوبت له مینځه وړي۔
  •   تل ډیرې اوبه وڅښئ.  د ریهایډریشن مالګې واخلئ او سمدلاسه یې وکاروئ که چیرې د ډیهایډریشن نښې څرګندې شي 

(د بیلګې په توګه ، ډیره خوله کول ، سر درد ، تنده ، خواګرځیدنه ، سردرد ، ستړیا ، بې هوښه کیدل ، د پوستکي رنګ ، د زړه تیز رفتار ، او رنګ  دار متيازې)۔

  •  د لومړني طبي معایناتو لپاره د ملګري سیسټم ولرئ، دا په ګوته کوي چې د یو شخص حالت ډیر ژر خرابیږي۔
  •   د رنګ  دارو متيازو په منظمه توګه وګورئ او هڅه وکړئ چې روښانه وساتئ.  که  ميتازې مو رنګ دارې او زيړيدل پیل شي ، ډیر شربت وڅښئ ، پشمول د ریهایډریشن مالګې۔
  •  د تودوخې ستړیا یو جدي حالت دی چې کیدے شي د ژوند ګواښونکي وي.  که نښې نښانې څرګندې شي، سمدستي عمل وکړئ او اغیزمن شوي کس سمدستي خوندي ځای ته بوځي۔
  •  د تودوخې ضربه کیدے شي د ژوند ګواښونکي وي، اغیزمن شوي کسان ممکن د بدن د تودوخې لوړوالي، د نبض چټکتیا او تنفس، ګډوډي، بې هوښۍ او قبضیت سره مخ شي۔ دا مهمه ده چې ژر تر ژره د بدن تودوخې ټیټ کړئ او سمدستي طبي پاملرنې وغواړئ۔
  • د اضافي معلوماتو او لارښوونو لپاره د داسايمنټ  د مخه چمتو کولو او د حادثې وروسته مالتړ لپاره، CPJ وګورئ
  •  د سرچینې مرکز څخه لیدنه وکړئ۔