د رخسانه خبري ادارې بنسټ ایښودونکې مېرمن زهرا جویا انځور، چې دلته په لندن کې اخیستل شوی دی. (انځور د زهرا جویا له خوا)

’ما چی د تېرو دوو لسیزو هڅو او مبارزو په اړه فکر وکړ… او ومې ژړل ‘

د یوې خبري ادارې بنسټ ایښودونکې، خپل وخت د افغان مېرمنو ژوند او د هغوئ اندېښنو ته چې ښځینه ژورنالېستانې د خبرونو راپور ورکونه څنګه کوي، پوښښ ورکولو ته ځانګړی کړی دی. 

په نومبر ۲۰۲۰ کې ما پرېکړه وکړه، څو یو داسې خبري اداره جوړه کړم، چې د مېرمنو لپاره د مېرمنو پواسطه وچلیږي – انلاین خبري خدمات، دا خبري رسنۍ به د افغانستان د اوسنیو حاکمو سرپرستو نورمونو سره مقابله وکړي. د خبري ادارې نوم مو وروسته له هغې رخسانه کېښود، چې یوه ځوانه مېرمن چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د طالبانو له خوا د اجباري واده څخه د تېښتې له امله سنګسار شوه.

په پیل کې، ما د کابل ښاروالۍ د رسنیو او عامه پوهاوي له ریاست سره د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، او زما د تنخواه زیاته برخه – د زر (۱۰۰۰) امریکایي ډالرو معادل د درېیو نورو ښځینه ژورنالېستانو د تنخوا ګانو په ورکړې لګښتېدلې. زما ځینو ملګرو راسره په رضاکاره توګه کار کاوه، په دې سره زمونږ ټول تعداد شپږ کارمندانو ته رسېده.

زمونږ ډیری راپور ورکوونکې مسلکي روزل شوې نه وې، ولې هغوئ د خپل ژوند په کړاوونو پوهېدلې او کولای یې شول چې د نورو مېرمنو په اړه په خواخوږۍ سره راپور ورکړي. هغوئ ډېر پخواني ناپوښښ شوي مسایل تر پوښښ لاندې ونیول، چې په دې کې د کوڅو او سرک ځورونو نه  تر غټو مسایلو پورې چې د حیض دورې تجربې شاملې وې. په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، اکثریت تنکۍ انجونې د حیض  اړوند نه پوهېږي، څو چې په ناڅاپه توګه دوئ ته پیښ شي، د ډېر فشار لاندې راځي او ځینې وختونه ورته عصبي ټکانونه هم رامنځته کېږي. حیض د یو ناروا عمل په څېر ؤ، ولې مونږ د نورماله کولو برخه کې مرسته وکړله. 

مونږ له داسې مېرمنو او انجونو سره هم مرکې درلودې چې ورباندې جنسي تیري شوي ؤ، په ځانګړې توګه د هغه نهه کلنې ماشومې سره، چې ډېره خواشینوونکې وه. نورو رسنیو راپور ورکړی ؤ، چې جنسي تېری ورباندې د تېر کال د مارچ میاشت کې شوی ؤ، ولې مونږ هغه کورنۍ پیدا او د پېښې جزئیات مو راپور کړل. نجلۍ د تیري له امله ډېره وینه له لاسه ورکړې وه، چې  د جراحي لپاره روغتون ته وړل شوې وه. د انجلۍ ترور، چې د پلار په غوښتنه ددې د پالنې لپاره غوره شوې وه، راته وویل چې د تېري وروسته زمونږ ګاونډیانو او نورو خلکو راته په ډېر سپک نظر کتل. د نجلۍ ترور زیاته کړه، چې دوئ نه پوهېږي چې چېرته «پناه یوسي».

جنسیتي تبعیض

په اوس وخت  دا ډول راپورونه له خطر خالي نه دي. د ډېری نورو افغانانو په څېر، ما هم هیڅکله دا فکر نه کاوه، چې طالبان به افغانستان دومره ژر ونیسي او زما کورنۍ او د رخسانه رسنۍ ټیم ژورنالیستان به ځان پټېدو او یا له وطن جلا کېدو ته اړ شي. ولې بیا هم د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ امه نېټه، مونږ ټول د یو دردناک کړکېچ سره مخ شو. مونږ پر دې باور یو چې د طالبانو د حاکمیت لاندې به، مېرمنې دوه لارې له ځانه سره ولري: یا دا چې خپل ژوند او هویت ته تغیر ورکړي او د دوئ ظالمانه قوانین ومني او یا هم د خپلې خوښې ژوند کولو له امله د مرګ له خطر سره مخ شي. زما په څېر یو څوک چې د ډېرو هڅو په پایله کې دې مقام ته رسېدلې وي، دواړه ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي. زما لپاره نه د چادري له زندان نه د نړۍ لیدل د منلو وړ وه او نه هم د مرګ خطر سره مخامخ کېدل د منلو وړ وه. څو  د اګست میاشتې په ۲۴ مه نیټه مې د انګلستان له سفارت څخه ټلفوني اړیکه ترلاسه کړه او راته یې د هیواد پریښودولو وویل او ما هم دا فرصت له لاسه ورنکړ.  

له نږدې یو کاله تیریدو راهیسې، نورې افغان میرمنې هم هر سهار له خوبه له دې تریخ حقیقت سره راپاڅیږي، چې د یو جنسیتي تبعیض رژیم د چتر لاندې  ژوند کوي. د ښځو چارو وزارت له منځه یوړل شو او پر ځای یې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دفترونه ځای په ځای شول. په میلیونونو ځوانې انجونې ښوونځیو ته د بیرته تلو هیلې لري، ولې طالبان د انجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره بهانې کوي او پرانیستل یې ځنډوي. رخسانې راپور ورکړی ؤ، چې په کور او عامه ځایونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی، چې جسدونه یې د کثافاتو په څېر پر سړکونو پراته دي.  هغه افغان میرمنې چې یو کال مخکې  د ځینو سیاسي، ټولنیزو او مسلکي آزادیو څخه برخمنې وې، اوس باید اکثریت یې له خپلو هیلو او خوبونو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي: “ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د دوئ د بشري حقونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي” ، “پایله کې يې د ورځني او عامه ژوند له ډیری اړخونو څخه دوئ ویستل کیږي.”

ښځینه ژورنالېستانې له ځانګړو ننګونو سره مخ کېږي، چې په ننګونو کې وېرول، معلوماتو ته د لاسرسي نشتون او سخت تبعیض شامل دي. سروې ګانې فرق لري، خو هغه سروې ګانې چې په تېر کال کې ترسره شوي، دا ښکاره کوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ډیری ښځینه ژورنالېستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د افغانستان په ځینو ولایتونو کې حتا ښځو ته د کار اجازه هم نه ورکول کیږي.

زمونږ د راپور سره سم، طالبانو په ځینو سیمو کښې دښځو غږ خپرونو پر خپرولو او همدا راز د ښځینه کارکوونکو د فلمونو په خپرولو بندیز لګولی دی .  رسنیو ته امر شویدی، چې د نارینه او ښځو دفترونه سره بېل کړي، ترڅو په مستقیم ډول د یوځای کار کولو مخه ونیسي.  د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې خصوصي خبري چینلونه د بي بي سي، امریکا غږ او دویچه ویلی د خپرونو له بیا خپرولو لدې امله منع کړل، چې د خبریالانو یې اسلامي لباس نه پر تن کولو. د می په میاشت کې، طالبانو د تلویزیون ټولو ښځینه خپروونکو ته امر وکړ چې خپل مخونه پټ کړي. په ځینو ځایونو کې یې آن په خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو پر ګډون هم بندیز لګولی دی.

کله چې طالبانو ښځینه خپروونکې دې ته اړ کړلې چې حجاب واغوندي، ما دا خبر په ډیر درانده (غمجن) زړه ترتیب کړ. زما لپاره، د دې معنی دا وه چې یو ډول ټولنیز بندیز بیا ځلې پلی کېږي. په همغه ماښام شاوخوا شپږ بجې له افغانستانه نه لرې په لندن کې مې په خپله کوټه کې کمپيوټر خاموش کړ او د يوې شېبې لپاره مې د تېرو دوو لسيزو  هڅو او مبارزو اړوند فکر وکړ – په تېره بيا د افغان مېرمنو مبارزو – او ومې ژړل.

سره له دې ټولو محدودیتونو، بیا هم ښځینه خبریالانې خپلو کارونو ته ادامه ورکوي. د یوه خصوصي تلویزیون  یوې ښځینه خپروونکې راته وویل چې د تلوېزوني خپرونې پر مهال د ماسک اغوستل ورته یوه ستره ننګونه ده، ځکه چې په سمه توګه ساه نشي اخیستلای او همدارنګه کلیمې هم په سمه توګه سره نشي تلفظ کولای ‎‎ـــــــــــــــــــــ مګر هغې زیاتې کړه، چې د تلویزیوني خپرونو له کار څخه به لاس وانخلي. په عین حال کې ځینو ښځینه خبریالانو د خپل هویت د پټولو او د ځان ساتنې لپاره د نارینه ؤ نومونه کارولي دي.

زمونږ لومړنی نارینه راپور ورکوونکی

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، رخسانه رسنۍ بیا هم ښځینه خبریالانو ته د فرصتونو برابرولو ته ژمنه پاتې شوې ده. مګر ویره غالبه شوه، او د ګمارنې برخه کې له ستونزو سره مخ شو ـــــــــــــــــــــــــــــ په ځانګړې توګه په ولایتونو او د لویو ښارونو نه بهر پرتو سیمو کې. نو د طالبانو له واکمنیدو کابو دوه میاشتې وروسته مو خپل لومړنی نارینه خبریال وګماره. له  هغه وخت راهیسې مونږ نور کسان هم لیست کړي دي، چې د ښځو کیسو ویلو ته زمونږ ژمنتیا د خلکو سره شریکوي.

زمونږ ښځینه او نارینه خبریالان په ګډه او اکثراً په پټه توګه کار کوي، موخه یې داده چې نه یوازې د خپلو افغان ملګرو لپاره، بلکې د نړۍ والو لیدونکو لپاره راپورونه چمتو کړو، څو نړۍ هم خبره شي چې د افغانستان خلک په اوسني بحران کې څنګه ژوند کوي. مونږ په دري او انګلیسي ژبو راپورونه خپرؤ او د خپلو خبري راپورونو او ویډیوګانو د خپرولو لپاره د فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام او ټیلیګرام په ګډون له خواله رسنیو کار اخلو.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د ښځو د حقونو غوښتنې لاریون. (اماج خبري اداره/ د ریوټرز پواسطه)

په افغانستان کې زمونږ ټول خبریالان په مستعارو نومونو سره لیکنې کوي او رسمي معلوماتو ته ډیر کم لاس رسی لري. ولی بیا هم دوئ خپله هڅه کوي. د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې، زمونږ یوه خبریاله چې د نصیبه عارفي په نوم کار کوي، د هرات په لویدیځ کې یې د طالبانو یو ویاند ته ټیلفون وکړ او د هغه دوو مړو په اړه یې ورڅخه وپوښتل چې د شاول په بیلچې پورې ځړول شوي ؤ. طالبانو ویاند، هغې ته د پوښتنو ځوابولو پر ځای وویل: چې لومړی باید هغه رسنۍ چې تاسو ورسره کار کوئ، د طالبانو پالېسیانو پلي کولو ته ژمنتیا وښيي او دوهم دا چې هر راپور باید د خپرېدو دمخه د بیا کتنې لپاره له هغوی سره شریک شي او هیڅکله باید په خپل راپور کې د “طالبانو ډلې” اصطلاح ونه کارول شي، (ځکه چې دا اصطلاح د طالبانو د دښمنانو له خوا د هغوی د واکمنۍ د غیر مشروع کولو لپاره کارول کیږي.) 

رخسانې د شته معلوماتو سره هغه کیسه خپره کړله. وروسته طالب چارواکي عارفی ته پېغام استولی ؤ، او له هغې یې د رخسانې رسنۍ ادرس او توضیحات غوښتي ؤ. هغې د معلوماتو له ورکړې ډډه کړې وه، ویره یې درلوده چی کېدای شي هغه ونیول شي او یا وځورول شي. 

مونږ باید تل په احتیاط سره قدم واخلو. ځینې وختونه د خپلو خبریالانو او مرکه کوونکو د خوندیتوب لپاره، د حساسو کیسو له خپرولو ډډه کوو. یو ځلې موږ یو کیسه د خپلې ویب پاڼې او ټولنیزو رسنیو له حسابونو څخه لیرې کړه، ځکه چې له ما سره یو کس ټلیفوني اړیکه ونیوله او راته یې اخطار راکړ، که چیرې یې لیرې نه کړو، نو هغوی به  زمونږ خبریال پیدا کړي.

زه به هیڅکله تسلیم نه شم 

په افغانستان کې د پاتې ښځینه ژورنالستانو ترمنځ یوه خبره مشترکه ده: دوئ ټول له خپل کار سره مینه لري او فکر کوي، چې دا ورته تر بل هر وخت ډېر حیاتي دی. د رخسانې یوې خبریالې راته وویل: «زه له ژورنالېزم سره مینه لرم او هیڅکله به تسلیم نه شم. اوس هم  ډیر وختونه داسې راځي، چې ښځینه خبریالانې له خپله ځانه پوښتنې کوي. په دې وروستیو کې په کابل کې د یوه ټلویزیون یوې ښځینه خبریالې رخسانې ته وویل چې د طالبانو له چارواکو څخه د تبصرو او معلوماتو د ترلاسه کولو په هڅه کې بې پایلې شپې ورځې تېروي. هغه وايي: “د هرې ورځې دا وضعیت مې د یو ژورنالیست په توګه د کار کولو څخه ډېره مایوسه کوي.”

ژورنالېستان د مالي پلوه هم له فشار سره مخ دي. ما رخسانه په دې هیله پیل کړې وه، چې نورې رسني به زمونږ د کار په ارزښت پوه شي او له موږ سره به مالي مرسته وکړي. لیکن حتی د کار په پیل کې مو هم مالي ملاتړ ترلاسه نه کړ. اوس چې په افغانستان د رسنیو ډېر بنسټونه د کمېدو او یا سقوط په حال کې دي، نو مالي ملاتړ تر بل هر وخت مهم او تر لاسه کول یې بیخي سخت شوي دي.

بیا هم، موږ ډیر نېکمرغه یو. تیر کال، زمونږ یو ملګري په کاناډا هېواد د بسپنې (مرستې) راټولو یو کمپاین ترسره کړ، چې نږدې د یو کال لپاره یې زمونږ عملیاتي لګښتونه تمویل کړل او په دې وروستیو کې د انټرنیوز شبکې څخه هم کومک ترلاسه کوو. اوسمهال موږ څلور پوره ورځ ایډیټوران، اوه نفره خبریالان او ځینې لنډ مهاله کارمندان لرو، چې په منظمه توګه کار ترسره کوي. موږ په سمه توګه د غوړیدو په حال کې نه یو، ولې د سقوط څخه هم لیرې یو. ډیرې میرمنې زمونږ ملاتړې دي.