کاتی ګننون په کابل کې د اسوشیټیډ پریس د دفتر له تهکوي څخه د ۲۰۰۱ میلادي کال اکتوبر میاشتې په ۲۶ نېټه په داسې حال کې راپور ورکوي، چې په توره شپه کې سختې بمبارۍ جریان درلوده. (ای پي انځور/دیمیتري میسینیس)

کاتی ګننون: په افغانستان کې زړور ژورنالیزم ادامه لری. مونږ مرسته کولای شو

اوسمهال په افغانستان کې ژورنالیزم په ښکاره ډول زیانمن شوی دی، ولی په ټوله معنا یې له منځه تلل ناشونی دی. هره ورځ  څه، چې هره ګړۍ ددې شواهد پیدا کیږي:

  • د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یو مطبوعاتي کنفرانس وړاندې شو، چې د کنفرانس کوټه له ژورنالېستانو ډکه وه. لږ تر لږه دولس تلویزیوني کیمرې او مختلفې رسنۍ د کوټې په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوې وې، څو د پخواني ولسمشر د خولې خبرې ثبت کړي. دا کنفرانس د امریکا متحده ایالاتو د هغې پریکړې په مقابل کې وړاندې شو، چې  د افغانستان له بیروني زېرمو څخه به  ۳.۵ میلیارده امریکايي ډالر  د سپتمبر یولسمې بریدونو قربانیانو ته ورکړل شي.
  • کله چې یوې قوي زلزلې د جون په میاشت کې  د افغانستان جنوب شرقي ولایت پکتیکا ولړزاوه، له زرو څخه زیات کسان مړه شول  — کورونه، کورنۍ او بشپړ کلي له منځه ولاړل — نوافغاني تلویزیونونو کیمرې هلته موجودې وی او د سیمې انځورونه او معلومات یې د ملت په سطحه له لیدونکو سره شریکول.
  • همدارنګه د جون په میاشت کې، کیلي کلیمنټس، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مرستیاله، په افغانستان کې وه. د کنفرانس په وخت کې ما لږ تر لږه نهه  مایکروفونونه وشمیرل چې د هغې په مخ کې ایښودل شوي وه. د یو یا دوو پرته نور ټول یې د افغاني خبري رسنیو ؤ. 
  • د جولای په میاشت کې، افغاني رسنیو د افغانستان په ختیځ کې د دیني عالمانو د یوه کنفرانس په اړه راپور ورکړ. په یاد کنفرانس کې د ټولو انجونو لپاره د زده کړو غوښتنه او همدارنګه د پاکستان دیني عالمانو سفر افغانستان ته او د طالبانو په مرسته د پاکستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني طالبانو لخوا په لاره اچول شوي بغاوت ته د سوله ایزې حل لارې موندل شامل وه.

په افغانستان کې ژورنالیزم هغه پخواني ژورنالیزم ته ورته ندی پاتې، کوم چې د طالبانو له واکمنېدو دمخه ؤ. دا ژورنالیزم زمونږ درناوی او ملاتړ غواړي. په افغانستان کې د ژورنالیزم د مرګ زنګ وهل، په حقیقت کې د هغو زړورو افغانانو سپکاوی دی، چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې راپور، ایډیټ او خپرونو ته ادامه ورکړې ده.

په افغانستان کې زما د درې لسیزو کار په موده کې د ډیرو وحشتونو شاهده وم ــ چې ډېری یې د امریکا متحده ایالاتو د پخوانۍ ادارې د متحدینو لخوا ترسره شول. د متحدینو ملیشو د ۱۹۹۲ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۶ میلادي کال پورې د خپلې واکمنۍ پرمهال ډله اییزې وژنې ترسره کړلې. د خپل منځي جګړو له امله تر ۵۰۰۰۰ پورې کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وه. ما د هغو ښځو جسدونه ولیدل، چې ورباندی جنسي تیري شوي ؤ او وروسته یې د بدن غړي غوڅ شوي ؤ. او همدارنګه په زرګونه ماشومان د مجاهدینو د جنګي ډلو جګړو او بمي چاودنو له امله مړه او یا معیوب شول. نړیواله ټولنه نه  یواځې په دې جنګي وحشتونو کې له دوئ سره ښکیله وه، بلکې له جنګي ډلو سره یې ملګرتیا (شراکت) وکړ.

د نن ورځې واقیعت دادی چې طالبان په قدرت کې دي، په یو داسې ژور محافظه کاره هېواد واکمن دي، چې د پیړیو راهیسې د سختو قبیلوي دودونو له امله ښځو ته کمه او یا هیڅ آزادي نده ورکړی. سره له دې هم، طالبان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لري او د مداخلې لپاره په مشرتابه کې د خبرو اترو لپاره قوي چمتو کسان لیدل کیږي. ( حتی د طالبانو د واکمنیدو د مخه، ډیری ژورنالېستانو د اطلاعاتو اوسنی مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد سره د راپورونو لپاره  اړیکې نیولې.) په افغانستان کې ژورنالیست کیدل اسانه کار نه ده، په تېره بیا د ښځینه ژورنالېستانو لپاره بیخي سخته ده، مګر ناشونې نه ده. 

د طالبانو ځینې مشران د جګړې څخه د حکومتوالۍ په لور د لېږد لپاره هڅې کوي، داسې ښکاري لکه چې ساعت (ګړۍ) شاته وګرځول شي. د دوئ د وروستۍ واکمنۍ پر مهال، له ۱۹۹۶ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې، تلویزیون او انځور اخیستل بند کړي ؤ او  یواځې یوې خبري رسنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت درلوده. په ټول هیواد کې  یواځې یو کمپیوټر په جنوب کندهار کې موجود ؤ او هغه به هم ډېر لږ  او یا کله کله روښانه کېده. ولی دا اوس  د ۱۹۹۶ میلادي کال افغانستان نه دی. دلته اوس انټرنیټ د نړۍ د فایبر برخه ده او افغانان د  یو شمېر د پام وړ  تلویزیوني خبري چینلونو، ورځپاڼو، راډیو ګانو او همدارنګه  ټولنیزو شبکو  ته لاسرسيلرلو سره روږدي شوي دي،، چې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال یې شتون نه درلود. د دوئ د  ټولو نیمګړتیاوو او دروغو لپاره چې اوس وده کوي..

اوس هم د بیان آزادۍ په اړه د طالبانو د بندیزونو په وړاندې مقاومت  شتون لري، په داسې حال کې چې د دوئ د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال هیڅ داسې مقاومت شتون نه درلوده. د می په میاشت کې، کله چې د طالبانو ویاند وویل چې ښځې باید د تلویزیوني خپرونو پرمهال خپل مخونه پټ کړی، د طلوع نیوز نارینه ژورنالېستانو د غبرګون په توګه، حتی په  تلویزیوني خپرونو کې خپل مخونه  د څلورو ورځو لپاره په ماسکونو پوښلې وه. 

طلوع نیوز  کې د ښځینه کارکوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د تیر کال اګست په میاشت کې، چې طالبان په افغانستان واکمن شول، نو د طلوع تلویزیون ډېری کارکوونکي چې په تفریحي او خبري خپرونې به یې وړاندې کولې له هیواده ولاړل. لکن د طلوع نیوز ریس خپلواک صافی پاتې شو او دا یې خپله دنده و ګڼله چې د سړیو (نارینه ؤ) د هغه بستونو لپاره ښځینه کارکوونکې استخدام کړي چې پوهه او وړتیاوې یې ورته برابرې وې. د طلوع نیوز مالک سعد محسنی راته وویل: د طالبانو له واکمنېدو مخکې، طلوع نیوز ۷۹ کارکوونکي لرل چې ۱۱ یې ښځینه وې او له دې جملې ۸ تنه یې ژورنالېستانې وې.  ژورنالېستاناوس مهال طلوع نیوز ۷۸ کارکوونکي لري، چې ۲۱ یې د ښځو لپاره دي او ټولې ژورنالېستانې دي. محسني زیاته کړه، چې کارکونکي روان دي، ولې طلوع نیوز د ښځینه کارکوونکو د استخدام په شمېر کې زیاتوالی راوستی ده. 

دا پدې معنی نه دی، چې ژورنالیزم لګښت نه لری. ساپی او د هغه دوه همکاران د مارچ په میاشت کې د طالبانو له خوا له دې امله بندیان شول، چې د طالبانو له خوا د بهرني سریالونو او خپرونو پر بندیز یې راپور چمتو کړی ؤ. نور ژورنالېستان هم صرف د خپلو دندو او کارونو د ترسره کولو له امله پورته کړای شوي، وهل شوی او بندیان شوي دي. 

خو بیا هم په افغانستان کې ژورنالېستان ډاډه نه دي، هر سهار چې دوی له کوره بهر کیږي، نو نه پوهیږي چې ورځ به یې څنګه تیریږي او دا یې په ځان منلې چې له ورته څه سره به مخ کیږي. یو ماسپښین ممکن د ښځو د آزادۍ د کمولو اړوند نوی فرمان ورکړل شي، بل دا چې دا یوه سخت دریزه استخبارتي اداره ده،  د نړۍ د نورو استخباراتي ادارو په څیر نده، او خپلسرې نیونې ترسره کوي. تر اوسه په نورو ورځو کې، که ژورنالیست ښځینه وي، هغه د ښځیتوب له وجې د ځورونې سره مخ کیږي. 

ژورنالېستان زمونږ د مخ په زیاتیدو قطبی او غوسې ډکې نړۍ په ډېرو برخو کې کارکوي او ورته د  خیانت ډکې منظرې وړاندې کوي. سره له دې هم دوی هره ورځ له کوره بهر کیږي. د کار په ساحه کې راښکاره کېږي او تر خپل توان پورې راپور ورکوي. دوی هره ورځ دا بیا بیا تاییدوي چې په یو داسې هیواد کې چې د ظالم رژیم لخوا اداره کیږي، نو د ژورنالیزم معنی څه  او دوی  ژورنالیزم معنی د حقایقو څخه پرده پورته کول او تعقیب تعریفوي. 

دا هغه څه دي، چې افغان ژورنالېستان یې هره ورځ ترسره کوي. 

که چیرې د طالبانو د واکمنېدو  دمخه ۲۰ کلونو ته وګورو، د رسنیو برخې د پام وړ وده کړې وه.  د تلویزوني خبري چېنلونو خپرونې ګړندۍ وې.  او هغه شمېرو ځوانان چې غوښتل یې په راتلونکي کې ژورنالېستان شي هیله بخښونکی ؤ. ولې د لویدیځ  د افغانستان حکومت ړنګیدلو له امله  د ژورنالېستانو هیواد پریښودل، په تیرو دوو لسیزو کې د هغه روزنیزو زده کړو او مرستو د کچې او کیفیت په اړه پوښتنې راپورته کوي. 

کاتی ګننون، چې د اسوشیټیډ پریس دفتر لپاره ریس په توګه دنده درلوده، د ۲۰۰۱ میلادي کال اکتوبر په ۲۴ نېټه د تورخم سرحدي پوستې کې له یو جګپوړي طالب  قومندان سره خبرې کوي. (انځور/دیمیتري میسینیس)

د ژورنالیزم اساسي او لومړنی اصل خپلواکي ده، ولی د ۲۰۰۱ میلادي کال نه وروسته په افغانستان کې خبري صنعت تر یوې مشخصې درجې پورې د امریکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلاف ماموریت پورې وغضول شو. په دې توګه، دا له نوي حکومت او نړیوالې ټولنې دواړو سره نږدې تړل شوي ؤ، چې ددې حکومت واک ته په رسیدو کې یې ورسره مرسته وکړه. 

ځینې ژورنالېستانو چې د لویدیز پورې تړلو مشرانو ژور ملاتړ یې درلوده، په ډیرې زړورتیا سره یې د فساد په اړه ویل او پرمختګ یې له پښو ورغورځاوه. ولې اوس دوئ هم په دې حقیقت پوه شوي دي، چې د دوی پاتې کیدل د حکومت له پاتې کېدو سره مل ؤ، دا ځکه چې د ژورنالېزم کار (دنده) په ځینو حکومتونو کې امکان لري، ولې په ځینو کې بیا نلري.

دا ناسم نظر دی. افغان ژورنالېستان تر بل هر وخت اوس ډېر کار ته اړتیا لري او دوئ  د افغانستان دننه مرستې او لاسنیوي ته  اړتیا لري. ځینې ژورنالېستان ګواښل شوي دي او دوئ د خپل ژوند په اړه وېره لري، مګر بیا هم له هېواد  څخه وتل یې یواځینۍ حل لاره نه ده. تاسو نشئ کولای، چې هره مېرمن او هر ژورنالېست له هېواد اد څخه وباسئ. د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ژورنالېستان د ګواښ لاندې دي، ولې له هېواد څخه د ټولو وتل یوه ښه ستراتیژي نه ده. افغانستان، د نورو هېوادونو په څیر ژورنالېستانو ته اړتیا لري، څو حقیقتونه څرنګند کړي.. 

کله چې د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ موجود ؤ، نو په افغانستان کې د ژورنالیزم وده کول او غښتلي کېدل ډېر اسانه ؤ.  سلګونه میلیونه ډالر افغانستان ته د ژورنالیزم د پیاړوتیا لپاره راغلل. مګر اوس پیسې د وتلو په حال کې دي او په افغانستان کې د ژورنالیزم سره مرسته ډیره محدوده شوې ده. 

نو څه باید ترسره شي؟ کله چې د امریکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلاف د افغانستان څخه نظارت درلوده،  ژورنالېستان د بمونو او هدفي وژنو له ګواښ سره مخ ؤ، چې یواځې یواځې د طالبانو لخوا نه ترسره کېدل. خبریالانو ته د خطر کمېدو په موخه  ځانګړي واسکټونه، خوندي خولۍ او روزنه ورکړل شوې وه. نن ورځ ګواښونه د یو جابر  او د طالب سخت رژیم لاندې راځي او اړینه ده چې  ژورنالېستان باید د نویو خطرونو سره د مخامخ کېدو او د خطر د کمولو په موخه وروزل شي. 

دلته هیڅ سمدستي حل لارې شتون نلري، کوم چې مونږ  په لویدیځ کې په کراتو غواړو، مګر مونږ کولای شو چې په دې برخه کې د امکاناتو پلټنه وکړو. د افغانستان  ژورنالېستان ممکن دا وړتیا ولري، چې له هغو ژرونالیستانو څخه یې زده کړی، د نمونې په توګه، کوم چې په ورته خطرناکو حالاتو کې کار ترسره کوي. په نړۍ کې داسې خبریالان شته دي، چې هغوی پوهیږي چې  په سختو شرایطو او جابر محیطکې کار ترسره کول څومره ډاروونکی دیاو په دې ښه پوهېږي چې څرنګه  خطرونه په ښه ډول کنترول شي. هغوی باید وګمارل شي او د افغانستان له خبریالانو سره په اړیکه کې شي. حتما به د ژبي پوهاوي ستونزې موجودې وي، ولې  ډېر تکړه ژباړونکي موجود دي په شمول د افغانستان کې، څو دا ستونزه هم هواره کړي. په داسې حال کې چې نړۍ کې حالات سره توپیر لري، ولی هغه خطرونه چې ژورنالېستان ورسره مخ کېږي سره ورته والی لري. دا به ناسمه وي، چې د ژرونالیستانو ترمنځ د ستونزو د هواریدو په موخه یوه ساده اړیکه هم له پامه وغورځول شي.  

دا خو  یواځې یو ډول مسلکي ملاتړ ؤ. دوېمه لاره  کې ممکن معنوي ملاتړ شامل شي.  د مشاورینو یو ډله دې چمتو شي، څو په یوه دوستانه غوږ او مسلکي غږ پواسطه مختلفې لارښوونې ترتیب کړي. دا مشاورین باید چې له هېواد څخه د باندې نه وي. اکثره وختونه مونږ په لویدیځ کې دا له یاده وباسو، چې پوهه او وړتیاوې هیڅ انحصار نه لري. افغانستان تل د باتجربه، مسلکي او هوښیارو خلکو پراخې زیرمې لري، چې ځینو یې هیڅکله خپل هېواداد ندی پریښی او حتی د زده کړو لپاره هم له هېواده  ندي وتلي. د افغانستان پوهنتونونه د ویاړ یوه ډکه تاریخچه لري او تل یې تکړه مسلکیان فارغ کړي دي، حتی تر ټولو په بدو حالاتو کې هم. دلته ډاکټران، اروا پوهان او پروفیسران شتون لري څوک چې ممکن د ذهني صدمې کارپوهانو سره یوځاید افغانستان  ژورنالېستانو ته چې کله اړتیا ولري لازمې مشورې ورکړې، که چیرې  ژورنالېستان ورته اړتیا ولري.

په پای  کې دا، چې د ژورنالستانو ملاتړ ډلې باید افغانستان ته لاړې شي او د وضیعت د ښه پوهېدو لپاره هلته دفترونه پرانیزي. هغوی باید چې له طالب واکمنانو سره خبرې وکړي او ورسره بوخت پاتې شي. د خبرو نه کولو په صورت کې هيڅ ښه نه ترلاسه کېږي. 

حتی په ښو حالاتونو کې هم، ژورنالیزم اسانه کار نه دی. لیکن، د ژورنالیزم پرته، به مونږ د دروغو په دام کې ولوېږو. حقیقت له منځه ځي،  او هغه واکمنان چې د حقیقت پټولو لپاره هڅې کوي او د انفردي آزادۍ مخه نیسي، دوئ چې  هرڅوک او هر چیرې چې وي، ممکن ګټونکی شي.   

کاتی ګننون د درې لسیزو لپاره د ۱۹۸۸ څخه تر می ۲۰۲۲  پورې، په افغانستان او پاکستان کې د اسوشیټیډ پریس لپاره د خبریال او ریس په توګه دنده ترسره کړېده. هغه به د ۲۰۲۲ کال مني سیمسټر کې د هارورډ کینیډی ښوونځي په شورینسټین مرکز کې د جان شوریسنسټین ملګرې وي.  څه چې دلته وړاندې شول، دا ټول د هغې خپل نظرونه دي.