نوی راپور: د افغانستان مطبوعاتي ازادي په بحران کې ده په داسې حال کې چې ځايي ژورنالستان د نجات لپاره جنګيږي

د طالبانو د واک نيولو نه يو کال وروسته، افغاني خبري سازمانونه محدوديتونه او بريدونه ننګوي

نيويارک، ۱۱ اګست ۲۰۲۲ – واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدلو يو کال وروسته، افغاني خبري رسنۍ په مخ پر زياتيدونکي محدودوونکي سانسوري رژيم په منځ کې، چې ازاد ژورنالستان په نښه کوي، د نجات لپاره مبارزه کوي، د اکثره افغاني رسنيو کارکوونکو پرواز، او د هېواد مخ پر ښکته روان اقتصاد، يو نوی ځانګړی راپور موندلی چې د پنجشنې په ورځ د ژورنالستانو ساتنې کمېټې لخوا خپور شوی.

د “د افغانستان رسنيو بحران” ارزونې، په تېر يو کال کې د مطبوعاتو په ازادۍ کې زوال موندلی، چې د سانسور کولو، نيولو، بريدونو، او په ښځينه ژورنالستانو باندې محدوديتونو له خوا په نښه شوی. په ورته مهال کې، راپور د هغو ژورنالستانو سختۍ او مهم راپور ورکول چې په هېواد کې پاتې دي او د هغو افغان ژورنالستانو ارزښت لرونکی کار چې په جلا وطنۍ کې کار کوي نندارې ته وړاندې کوي.

د CPJ رئيس جوډي جينسبرګ وايي “د طالبانو لخوا د رسنيو محدودولو ګامونه ویجاړوونکي اغېزې لري. په ځانګړي توګه هغه محدودوونکی ګامونه چې ښځينه ژورنالستانې په نښه کوي، له عامه ژوند نه د ښځو د محوه کولو هڅې په لور ونډه اخلي”. “د افغانستان پاتې ژورنالستان هوډمن دي چې راپور ورکولو ته به ادامه ورکوي مګر هغوي، او د رسنيو کار کوونکو پراخه ټولنه چې اوس په جلا وطنۍ کې دي، بايد يواځې په خپل ځان له دغو خنډونو څخه تېرېدلو ته نشي پرېښودل کېدای. طالبان بايد د پام وړ نړيوال فشار سره مخ شي تر څو خپل مسير وګرځوي او په ازادو مطبوعاتو باندې خپل بريد بند کړي.”

د CPJ راپور، چې له يو لوی شمېر افغاني راپور جوړوونکو او مطبوعاتي اجرايي مسؤلينو سره مرکو باندې بناء دی، د ژورنالستانو پر وړاندې د طالبانو اختياري نيونې، بريدونه، او ګواښونه – او له دې نويو ګامونو له امله رامنځته شوې وېره او خودسانسوري  مستند کوي. تېر کال د افغاني ورځپاڼو، راديو سټيشنونو او نورو خبري سرچينو په شمېر کې يو ډېر نېغ ټيټوالی ليدلی، همدارنګه د ښځينه ژورنالستانو په شمېر کې يې سقوط ليدلی. د طالبانو لخوا له عامه ژوند څخه د ښځو په محوه کولو باندې زور دا پايله شوې چې د افغان ښځو ورځني واقعيتونه اکثره وخت نا مستند شوي او نه اوريدلي پاتې کيږي.

سټيوين بټلر، د CPJ پروګرام يو ارشد مشاور او د راپور يو له ليکوالانو څخه وايي “افغان ژورنالستان په يو خطرناک چاپيريال کې حرکت کوي چې د طالبانو وېره د هېواد په چټکۍ سره ټيټيدونکي اقتصاد په منځ کې رسنيو ته دوه چنده ګوزار ورکوي”. “د هغو افغان ژورنالستانو انعطاف پذيري چې په هېواد کې پاتې دي، د هغو په ګډون چې په جلا وطنۍ کې راپور ورکوي، يوه تته هيله وړاندې کوي. مګر ډېر څه پکار دي. طالبان بايد په خپلو لومړنيو وعدو ودريږي چې ازاد ژورنالستانو ته اجازه ورکړي چې په ازاد او خوندي ډول راپور ورکړي.”

راپور طالبانو، بهرنيو هېوادونو، او نړيوالو سازمانونو ته د تګلارې سپارښتنو يو جامع سټ وړاندې کوي. له دې جملې څخه، CPJ سپارښتنه کوي چې بهرني هېوادونه دې په خطر کې ژورنالستانو ته د بېرته پر ځای کولو ملاتړ وړاندې کړي، او همدارنګه هغو ته چې په افغانستان کې پاتې دي بشري او تخنيکي مرستې وړاندې کړي. په مهمه توګه، CPJ سپارښتنه کوي چې طالبان دې د رسنيو په څار کې د استخباراتو د لوی رياست ښکېلتيا ختمه کړي او ملکي ادارو ته دې اجازه ورکړي چې په دې سکتور باندې خپل واک عملي کړي. په طالبانو باندې دا فشار هم بايد راوړل شي چې خپلې ژمنې عملي کړي او د ټولو ژورنالستانو او رسنيو کار کوونکو د دې وړتيا تضمین دې وکړي چې په ازدانه او خپلواک ډول، پرته د غچ اخېستلو له کومې ويرې، راپورونه ورکړي او خبرونه توليد کړي.

مديرانو ته يادونه: “د افغانستان رسنيو بحران” د کارپوهانو د تحليل، لومړي لاس حسابونو، او نږدي له دوه درجنه افغاني ژورنالستانو سره مرکو پر بنسټ له دريو ژورو او بډايه سرچينو لرونکي ځانګړتياو څخه تشکيل شوی. دا د دوه لومړنيو کسانو کالمونو سره مل دی: په افغانستان کې د ژورنالیزم د ملاتړ په اړه يو نظري کالم د کیتي ګانون لخوا، چا چې دې هېواد په اړه له دريو لسیزو څخه زیات راپور ورکړی، او د رخشانه رسنيو بنسټ اېښودونکې زهرا جويا لخوا په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د ژوند او انديښنو په اړه راپور ورکولو په ننګونو باندې، د سپارښتنو يو سټ، او ورسره مل ويډيو.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره يا د CPJ کارپوهانو سره مرکې تنظيمولو لپاره له [email protected] سره اړيکه ونيسئ. دغه راپور په دري، پښتو او عربي ژبو کې هم د لاسرسي وړ دی.

###

د ژورنالستانو ساتنې کميټې (CPJ) په اړه

د ژورنالستانو سانتې کميټه يوه خپلواکه، غير انتفاعي مؤسسه ده چې په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو ازادۍ ته وده ورکوي. مونږ د ژورنالستانو له دې حق څخه دفاع کوو چې په خوندي ډول او پرته د غچ اخېستلو له وېرې څخه خبرونه راپور کړي.