د اریانا نیوز یو خپروونکی په اریانا رادیو او تلویزیوني دواړو شبکو کې خبرونه وړاندې کوي. د سریالونو او نورو تفریحي پروګرامونو په خپرولو باندې د طالبانو د بندیز له امله اریانا تلویزیوني شبکې ته د خپرونو مینځپانګه کمه شوې ده. (سکرین شاټ: د اریانا تلویزیوني شبکې له یوټیوب څخه)

د هېواد دننه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د افغاني خبري شبکې هڅې

مهم ټکي: ګواښونه، سپکاوی، وهل، او سانسور کېدل: د آریانا نیوز پخواني کارکونکي د طالبانو تر واک لاندې د یوه کال په موده کې د سختو ننګونو په اړه توضېحات ورکوي.

د باتجربه ژورنالیست شریف حسن یار لخوا وروستي مهم ټکي تېر کال د سپتمبر په میاشت کې وړاندې شول. طالبانو قابو یو میاشت مخکې د ډاکټر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې یو ټاکل شوی حکومت راچپه کړ او د امریکې متحده ایالاتو وروستي عسکر هم له افغانستان څخه په یو ګډوډ او بېړني وضعیت کې ووتل. په یو خپلواک تلویزیوني شبکې کې د آریانا نیوز مشر په توګه، حسن یار په لومړي سر کې خپل ټول ویرېدلو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، څو پر خپلو کارونو تمرکز وکړي. حسن یار راته وویل، « مونږ پدې پوهیږو، چې د طالبانو تر رژیم لاندې به مدني خپلواکي محدوده وي، ولې له دې ټولو سره سره، زه به هڅه وکړم چې د خپلو همکارانو مورال لوړ وساتم… او خپل کارکوونکي به وهڅوم څو له ډار پرته کار وکړي.»

 د طالب چارواکو لخوا په پرله پسې توګه په مستقیم ډول فشارونه زیات شول، ځینې ژورنالیستان ووهل شول او د نورو پټ شویو ژورنالیستانو کورونو ورغلي ؤ او د آریانا له اجرائیوي چارواکو لخوا به ویل کیدل چې شبکه باید په ډیر احتیاط سره پخپل سانسور کې وساتل شي. حسن یار پخپله په مستقیمه توګه د ګواښ احساس وکړ او د سپتمبر په لومړۍ نیټه پاکستان هېواد ته ولاړ. له هماغه ځایه یې له لرې د خبرونو کړنې پرمخ وړلې او په دې باوري ؤ، چې د پخوا په څېر به پیښې په ژوندۍ بڼه تر پوښښ لاندې ونیسي. کله چې د خبرونو د یو مدیر له خوا د لارښوونې تر لاسه کولو په موخه ورسره اړیکه ونیول شوه، څو د سلګونو افغان میرمنو له خوا په لاره اچول لاریون په څه ډول تر پوښښ لاندې ونیسي، حسن یار ورته لارښوونه وکړه، چې لاریون ته په ژوندۍ بڼه پوښښ ورکړئ او همدارنګه افغان شنونکي دعوت کړئ، څو په ژوندۍ خپرونه کې پر موضوع بحث وکړي. 

ډېر وخت لا نه ؤ تېر چې د حسن یار ګرځنده تلیفون ته زنګ راغی. د طالبانو د استخباراتو چارواکو څو ځلې ورسره اړیکه ونیوله او د خپرونې بندولو غوښتنه یې کوله. حسن یار سمدستي د طالبانو امر ته غاړه کینښودله، و لې لږ ځنډ وروسته د طالبانو د استخباراتو ږیږه ور چارواکي د بیات رسنیز مرکز ته راورسېدل. هغوی ګواښ وکړ، چې که چېرې د ښځو د لاریون په ژوندۍ بڼه خپرول سمدستي ونه درول شي، نو د طالبانو نظامي کسان به د بیات رسنیز کمپلیکس دروازه وتړي او ودانۍ ته د کارکوونکو د وتلو او ننوتلو مخه به ونیسي. 

افغانی الاصله امریکایي سوداګر او بشردوست احسان الله «بیات» په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بیات رسنیز مرکز لپاره پنځه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په شپږ کیلو متره (۳.۷ میله) موقعیت لري. د بیات رسنیزو فعالیتونو د ترسره کولو د مرکزي دفتر ترڅنګ، په دې ودانۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې دفترونه هم موجود دي، چې د بیات ونډه په کې زیاته ده او له پنځه زره (۵۰۰۰) زیات کارکوونکي لري. حسن یار نه یوازې د طالبانو له خوا بلکې د خپلې ادارې په داخل کې د لوړ پوړو چارواکو له لورې هم تر فشار لاندې ؤ، او له بلې خوا  د ډیرو خلکو ژوند او پانګو خوندیتوب هم په خطر کې وه، نو یې خپلو کارکوونکو ته امر وکړ، څو د ښځو د لاریون ژوندۍ پوښښ ودروي. 

 لنډه موده وروسته، په ۱۰ سپتمبر، حسن یار د آریانا نیوز څخه استعفاء وکړله. 

حسن یار یو له بې له شمیره افغان ژورنالیستانو له جملې څخه دی، چې په افغانستان کې یې د آزادو رسنیو خوبونه په چټکۍ سره پای ته ورسېدل. ډیرو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې، کله چې د طالبانو واک ته رسېدل د هېواد د اقتصادي سقوط لامل شول. د هغه په څېر نور هم، د طالبانو د فشارونو څخه د تېښتې په خاطر له هېواده و تښتېدل. حسن یار خپل کور، پلار، مور او څو خوېندې او وروڼه یې پریښودل، او په لویه کچه یې د یو آزاد او دیموکراتیک افغانستان جوړولو کې د ونډې اخیستو لپاره خپلې هیلې له لاسه ورکړې. 

ډارونه او ځورونه

د آریانا نیوز قیصه، چې یو وخت په افغانستان کې د نفوذ لرونکو رسنیو څخه ګڼل کېده، هغه ستونزو ښکارونه کوي، چې د هېواد ټولې رسنۍ ورسره دمګړۍ مخ دي. د حسن یار له وتلو سره سم، طالبانو او د استخباراتو د عمومي ریاست د کارکوونکو له خوا په آریانا نیوز او نورو رسنیو باندې د سانسور، ګواښونو، ویرولو، بندي کولو، وهلو او ځورونې لړۍ پیل شوه. د حسن یار له وتلو وروسته او د فشارونو په زیاتیدو سره د آریانا نیوز د مشرانو په توګه لږ تر لږه د هغه درې ځای ناستي هم له افغانستان ووتل.  

اوس، د طالبانو د واکمنیدو پوره یو کال وروسته، په افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو پواسطه د خطرناکو خبرونو راټول ډیر ستونزمن شوي دي. دا نو ډیر صبر او زړورتیا ته اړتیا لری، څو خبریالان او د تلویزیوني خبرونو وړاندې کوونکي دیته لیتوالتیا ښکاره کړی او خپل ځان، کورنۍ او نور په خطر کې واچوي. په داسې کړکیچنو شرایطو کې ممکن سخته وي، څو د افغانستان د رسنیو د پرمختګ دورې د بریالیتوب قیصې په یاد راوړل شي، کوم وخت چې د امریکی متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو له هېواد څارنه کوله. د سلګونو ښځو په  ګډون په زرګونو افغان خبريالانو د مخ پر ودې  ورځپاڼو، راډيوګانو او تلويزيونونو لپاره کار کاوه. د امریکې متحده ایالاتو حکومت او اردو په ګډون، نړیوالو تمویلونکو دې برخې لپاره په لسګونه میلیونه ډالره مرسته کړې ده. په داسې یو هېواد کې چې دوه لسیزې وړاندې، د طالبانو په لومړۍ دوره کې تلویزیون او انځور اخیستل منع وه، زیات شمیر ځوانانو د خبري صنعت سره د یو ځای کیدو لپاره سیالي کوله. 

آریانا نیوز او د هغې خور  آریانا رادیو تلویزیون شبکې،  د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خبرونه، موسیقي، کلتوري او تفریحي پروګرامونه وړاندې کول. د بیات سوداګرۍ ټولنې په ۲۰۰۵ کال کې، نږدې څلور کاله د امریکی متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو پواسطه د سپتمبر د ۱۱ مې د تروریستي بریدونو په ځواب کې دطالبانو له واکه غورځولو وروسته،  د آریانا تلویزیون تاُسیس کړ. آریانا تلویزیون په تفریحي، سریالونو، موجوده چارو، او سپورتي پروګرامونو په خپرولو تمرکز درلوده. په ۲۰۱۴ کال کې، د هیلو او فلسفي دور کې، بیات پریکړه وکړه، څو د خبرونو لپاره ځانکړې شبکه جوړه کړي. 

هفه له حسن یار سره اړیکه ونیوله، چې په همغه وخت کې یې د طلوع نیوز ۲۴/۷ خپلواکې رسنۍ سره د لوړپوړي مدیر په توګه دنده ترسره کوله، څو د نظریې په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړي. حسن یار وایې، چې بیات دی پدې نوي کار پسې وګرځاوه، چې موخه يې د بیان ازادي وده  او د جمهوري نظام پیاوړی کول وه. 

حسن یار د نوې شبکې د چلولو لپاره لیواله وه، او په بدل کې یې د وړاندیز د منلو لپار دا شرط کیښوده، چې هغه به پوره صلاحیت لرونکی وي، او د مالک او سوداګرۍ د اجرایوي مسوُلینو له خوا به په کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه کیږي. هغه وویل، چې بیات په دې شرط ومنله چې آریانا نیوز به د کومې سیاسي ډلې په ګټه نه استفاده کیږي او خبریالان  به په مستقیمه توګه هیڅ افغان ته سپکاوی نه کوي. حسن یار دا شرطونه ومنل او دنده یې پر غاړه واخیستله. 

افغان الاصله امریکایی اجرایوي مشر او بشردوست احسان بیات (کیڼ اړخ ته) د افغانستان د وخت ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي سره په ۲۰۱۴ کال د جنورۍ میاشت په ۲۱ مه نیټه په کابل کې د بیات رسنیز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې. (Reuters/Johannes Eisele/Pool)

د آریانا نیوز  دوه نور پخواني اجرايي مسوُلین، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وویل، چې بیات تل په خپلو ژمنو ولاړ نه وه، ولی د آریانا نیوز د خپرونو په لومړنیو کلونو کې د هغه مداخلې کمې وی. هغوی وویل، په یوه قیضه کې بیات د یوې ځمکې د موضوع څیړنه رد کړه او ویې ویل چې دا کړنه کولای شي له نړیوالو ځواکونو سره د هغه قراردادونه او له افغان حکومت سره یې اړیکې زیانمنې کړي. ( کله چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې له بیات څخه ددې او نورو مسایلو په اړه د نظر غوښتنه وکړه، نو یو ویاند بیات ته د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې د پوښتنو لیست له ورکولو ډډه وکړه او پرځای یې د آریانا تلویزیون اوسني مدیر حبیب درانی لیکلی بیان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې  ته واستاوه. د دراني صاحب د لیکلي بیان په یوه برخه کې راغلي ؤ، چې  « په یوه ګړندي تیریدونکي او چټک بدلیدونکي چاپیریال کې د ۱۷ کالونو څخه زیات کار ترسره کولو وروسته، کارکوونکي ممکن د مختلفو مسایلو په اړه مختلف نظرونه او لید ولري.» )

په هر صورت، د طالبانو د بغاوت د خپریدو سره دواړه رسنیو زیانمنیدل شروع شول. په ۲۰۱۸ کال کې، زیات شمیر ژورنالیستان ټپیان او یا و وژل شول، او پخوانیو اجرایوي مسوُلینو وویل چی بیات به ډیر ځلې د خپرونو په پوښښ کې مداخله کوله. په ۲۰۲۰ کال کې، په ټول هېواد کې د کرونا وایروس خپریدو هم اقتصاد کمزورۍ او سوداګري زیانمنه کړه. 

آریانا نیوز په ۲۰۲۰ کال  په دوو ولایتونو هرات او مزار شریف کې خپل ولایتي ستیشنونه بند کړل او د ښځو په ګډون یې خپل ډیر کارکوونکي یې رخصت کړل. د حسن یار، آریانا نیوز پخوانی مشر علی اصغري او د سیاسي پروګرامونو پخواني مدیر وارث حسرت په وینا، آریانا تلویزیون او آریانا نیوز د غني حکومت تر نسکوریدو پورې شاوخوا ۱۳۰ کارکوونکي له دندو ایستلي وه، چې دغه شمیره شاخواه ۲۷۰ کارکوونکو ته ورسیده. 

جبري استعفاوې

په هر صورت، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو  واکمنیدل، د ډیرو رسنیو په بشپړه توګه مخې نیولو لامل شول. د حسن یار په وینا، د اګست په ۱۵ مه نیټه د کابل له سقوط سره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ډیرو خپرونکو او ښځینه کارکوونکو په ساده توګه دندې پریښودې. ولی ټوله قیصه ډیره پیچلی ده. رویا نادري، د آریانا تلویزیون له مشهورو خپرونکو څخه وه ، چې د سهارني پروګرامونو کوربه وه او  په ټولنیزو مسایلو به یې تمرکز درلوده. هغې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې د کابل سقوط په ورځ په دفتر کې وه. د آریانا چارواکو د آریانا تلویزیون ټولو ښځینه کارکوونکو ته وویل، چې تلویزیون پریږدي او خپلو کورونو ته ولاړې شي، ځکه چې طالبان د کابل ښار ته نږدې شوي دي. نادري د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، کله چې هغه کور ته ورسیده، اوږدې تورې جامې یې واغوستلې او په دې ویره کې وه، چې که د طالبانو نظامي کسان د هغې جامې وګوري، نو څه به کیږي ــ هغې ددې انتظار باسه، چې د هغې راتلونکی به څنګه وي.  

نادري زیاته کړه، چې څلور ورځې وروسته ورته د آریانا تلویزیون د بشري سرچینو له دیپارتمنت زنګ ووهل شو، څو خپله استغفاء وړاندې کړي، ځکه چې طالبان به ښځینه خپرونکی ونشي زغملای. نوموړی وویل، چې هغې او نورو ښځینه کارکوونکو د طالبانو د غچ اخیستلو د ویرې تر څنګ، غوښتنه وکړه څو خپلو کارونو ته ستانې شي، ځکه چې دوی معاش ته سخته اړتیا درلوده. ولی بیا هم، هغه او د هغې نورې ښځینه همکارانې په زوره استغفا ته اړ شولې. 

د آریانا نیوز رسنۍ مسوُلینو د آریانا تلویزیون په پرتله بل ډول تګلاره غوره کړه. د حسن یار په ګډون، د څو خبري رسنیو استازو د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې سره یو ډله شول او د افغانستان د بیان د ازادۍ دمرکز په نوم یې یوه څار ډله جوړ کړه. د طالبانو واکمنیدو وروسته، دوی پریکړه وکړه، چې دوی به په خپرونو کې د ښځینه کارکوونکو کار ته ادامه ورکوي. 

د اریانا نیوز پخوانی مشر شریف حسن یار، انځور یې په ۲۰۱۳ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۲ مه نېټه په کابل کې ایستل شوی دی. (AFP/شاه مارای)

فوزیه وحدت د آریانا نیوز یوه خپرونکی وه، هغې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل چې هغې د تیر کال نومبر میاشتې تر ۹ مې نیټې پورې د خبرونو خپرونې ته ادامه ورکړه. هغې تر دې مهاله شاوخوا یوه لسیزه د آریانا نیوز سره دنده ترسره کړې وه. هغه وایې، چې  د طالبانو استخباراتي کارکوونکو له خوا په آریانا نیوز باندې فشار راوړل شو، څو د نارینه او ښځینه کارکوونکو دفترونه سره جلا کړي او د آریانا نیوز دوو پخوانیو لوړ پوړو مدیرانو پواسطه هم دا موضوع ومنل شوه. د آریانا نیوز د بشري سرچینو کارکوونکو د طالبانو په امر، ټولو ښځینه کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، څو اوږدې تورې جامې وغوندي. 

وحدت د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې، «مونږ په بشپړه خپلواکۍ سره کار ترسره کړ.» «ولی د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، ټول پروګرامونه، جوړونکي، خبر لیکونکي او خپرونکي تر فشار لاندې راغلل… ځینې وختونه به د جوړونکیو له راته ځانګړې پوښتنې راکول کیدې، څو له میلمانو څخه د خپرونې پر مهال وپوښتل شي او د پوښتنو له ورکړل شوي حده تیریدلای نشولو. په هر صورت، ما دا کار ترسره کولای نشو.»

کله چې ژورنالیستان نالیکل شوي قوانین له پامه غورځوي، طالبان به پر دوی نور هم فشار راوړي. وحدت وویل: «هغوی راته وویل، چې په خپلو پروګرامونو کې د هغوی د سیاسي نظام ملاتړ وکړو.» « هغوی به راته ووایې چې ژورنالیستانو شل کاله  د دوی پر ضد کمپاین کړی ده او اوس ددې وخت رارسېدلی ده چې د دوی ملاتړ کولو سره خپل پور اداء کړل شي.» هغې وویل، چې بالاخره، د آریانا نیوز مسوُلینو وحدت دیته اړ کړله، څو استعفاء وکړي.

نسرین شیرزاد، د آریانا نیوز د خبرونو څیړونکی او سیاسي خپرونو وړاندې کوونکی یوه بله ژورنالیسته ده. هغه وایې، چې بې له ځنډه یې د کابل د سقوط پر ورځ کار وکړ. حتی مخکې د طالبانو له واک ته رسیدو هم د خبرونو او سیاسي خپرونکي په توګه د هغې کار اسانه نه وه. د ننګرهار په ختیځه سیمه کې د هغې د ولسوالۍ محافظه کاره خلک، په یوه تلویزیوني شبکه کې د هغې د کار کولو سره هیڅ خوښ نه وه. شیرازد وویل، چې «د هغې په ټاټوبي سیمه کې د انجونو هيڅ ښوونځی شتون نه لري»، دا چې د هغې مور او پلار کابل ته کډه شوي دي، نو یې ځکه زده کړې ترسره کړې دي. « هغوی له کوره بهر ته د انجونو وتلو اجازه نه ورکوي، څو یوازې په تلویزیون کې پاتې شي.»

شیرزاد د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې د طالبانو له واکمنیدو یوه میاشت دمخه ، پولیسو د هغې اپارتمان ودانۍ ته څېرمه چاودنکی توکي کشف کړل. د هغې ګاونډیانو تورنه کړه، چې د هغې د لوړ شخصیت  او په نښه کیدو له امله یې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی ده.  د کابل له سقوط یوه ورځ وروسته، د طالبانو غړو پر آریانا نیوز فشار راوړ، څو له دندې یې ګوښه کړي. لږ تر لږه، په دې کار کې د هغې د خپلې سیمې ځینو طالبان لاس درلوده، چې خپلوان یې وه. حسن یار یادونه وکړه، چې ګواښونه هغه او د شیرزاد ورور ته لیږل شوي وه. 

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفی د ۲۰۲۲ کال د می په ۷ مه نېټه یوې غونډې ته، په عامه ځایونو کې د ښځو د بشپړ ایجاب د فرمان اعلان په اړه خبرې کوي. د تلویزیون ښځینه خپروونکو ته وروسته امر وشو، څو د خپرونې پر مهال خپل مخونه پټ کړي. (AFP/احمد سهیل ارمان)

شیرزاد وویل، چې د اګست په ۲۱ مه نیټه د آریانا مدیرانو هغې ته ویلې وه چې ژوند یې په د ګواښ سره مخ ده او باید په تلویزیون کې له کار کولو ‌ډډه وکړي. حسن یار هم د هغې خبره تایید کړله او وویل چې راته زنګ وهل شوی وه او ځان یې د شیرزاد له لیرې خپلوانو معرفی کړ. « هغوی راته وویل، چې  هغه نوره په تلویزیوني خپرونو کې د کار کولو اجازه نه لري»، حسن یار زیاته کړه، « هغوی راته ګواښ وکړ، چې کچیرې هغه په تلویزیون کې کار کولو  ته ادامه ورکړی، نو دوی به یې په حق کې هغه څه وکړي چې زړه یې وغواړي، او ما به هم پیدا کړی او زما په حق کې به هم هر څه وکړي. شیرزاد زما دفتر ته راغله او په ژړا شوله او ویې ویل چې څنګه وکړي. ما ورته وویل، چې ژوند یې تر بل هر څه ارزښتمند ده…. ما هغه له دندې ګوښه نه کړله، ولی له بده مرغه هغه مجبوره شوله، څو خپله دنده پریزدي. 

نارینه خپرونکي لا هم په خپرونو کې کار کوي، ولی د سانسور سره مخ دي. بیژن آرین، د خبرونو څیړونکی او د سیاسي خپرونو  کوربه وه، د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته یې وویل چې د اګست په ۱۶ مه نیټه، هغه په یوه سیاسي خپرونه کې د طالبانو یو ویاند د نارینه ږیږې پریښودل او د ښځو بشپړ سر او بدن پټولو پالیسي اړوند له ننګونو سره مخ کړ. د آریانا نیوز مسولینو وروسته بیا هغه د اختلافي مسایلو د خبرو کولو او د طالبانو د ویاند سره د مشاجرې له امله ملامته کړ. د آرین په وینا، د مرکې هغه برخه د ستیشن له آنلاین آرشیف څخه هم لیرې شوله.

په هرصورت، آرین په سیاسي خپرونو کې د طالبانو ویاندویانو ننګولو ته ادامه ورکړه. کله چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) مشر د هېواد له سقوط څخه لږه موده وروسته کابل ته سفر وکړ، آرین د طالبانو له یوه ویاند، انعام الله سمنګاني سره مرکه وکړه. هغه په مرکه کې ترینه پوښتنه وکړله، چې ولې طالبان د پاکستان د بهرینو چارو وزارت او یا کومې بلکې ملکي ادارې استازو پر ځای د پاکستان د استخباراتي ادارې سره معامله کوي. آرین د سفر په اړه  پرې نور فشار هم راوړ، د افغانستان لپاره د پاکستان موخې او  د طالبانو د کابینې د اعلان په ځنډ کې د پاکستان لاس درلودل. آرین د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، « دا خپرونه ډیره جنجالي شوله او مدیرانو راته وویل چې ولی مې ورته ننګونکې پوښتنې وکړلې». « هغوی راته وویل، چې که زه په خپرونو کې پر طالبانو فشار راوړلو ته ادامه ورکړم، نو دوی به زما له دندې ګوښه کولو بله چاره ونه لري.»

آرین د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې له آریانا نیوز سره کار ته ادامه ورکړله، د هغه په وینا، هغه وروسته په زوره رخصتي کولو ته اړ شو او بیا ورته خبر ورکړل شو، چې له دندې ګوښه شوی دی. هغه د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې وروسته، طالبانو د تلفون له لارې ځوروه او د هغه د کور څارنه یې کوله، تر هغې چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې له افغانستان څخه بهر ولاړ.  

سخت انتخابونه (ټاکنې) 

د آریانا مدیران هم تر فشار لاندې وو.

حامد صدیقي په ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د حسن یار د رسنۍ له پریښودو وروسته د آریانا نیوز مشري په غاړه واخیستله.  صدیقي، چې له یوې میاشتې یې کمه دنده ترسره کړه، یادونه کوي، « د آریانا نیوز د مدیر په توګه د دندې په دوره کې، زه څو ځلې د طالبانو د استخباراتي ادارې له خوا د استخباراتو عمومي ریاست ته احضار شوی یم». « ما هڅه وکړه چې ولاړ نشم، ولی دوی وګواښلم، چې که حاضر نشم نو بندي به مې کړي. د استخباراتو کارکوونکو راته وویل چې نور په رسنۍ کې ښځینه خپرونکو ته د کار اجازه ورنه کړل شي. ما ورته وویل، ٬چې زه دا نشم منلی، خو د طالبانو د استخباراتو د رسنیو د چارو مشر مشعل افغان له خوا په څپیړه ووهل شوم او راته یې وویل چې چپ شم او خبرې واورم.» ( د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې هڅه وکړه، څو د افغان نظر واخلي، ولی د ځواب په ترلاسه کولو بریالي نشو.)

صدیقي وایې، چې د استخباراتو د مسول څخه یې پوښتنه وکړله، چې ولی ورسره دومره بې ادبه چلند کیږي. د همدې لپاره هغه دری ساعته په بند کې وساتل شو، « د بند په موده کې یې زه ووهلم، زما سپکاوی یې وکړ او څو ځلې یې سر او ملا ته په خپلو ټوپکو سره ووهلم… په همغه شپه، د آریانا نیوز د بشري سرچینو د دیپارتمنت له خوا له دندې هم ګوښه کړل شوم.»

افغان ژورنالېستان د ۲۰۲۲  می میاشتې په ۲۴مه نېټه په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې د ګډون پرمهال (AFP/وکیل کوهسار)

یو بل مدیر مسولیت پر غاړه واخیست، ولی دندې یې یوازې ۲۵ ورځې دوام وکړ او جرمني ته ولاړ. اصغري د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي، د دوو میاشتو په موده کې د آریانا نیوز څلورم مشر وټاکل شو. اصغري شیعه مسلمان وه او د قزلباش لږکیو قوم څخه وه. سني طالبانو هغه هزاره وباله، چې په افغانستان کې تر ټولو ستره شیعه ډله ده او ورته یې سپکاوی وکړ.  

اصغري د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې د ۲۰۲۱ کال اکتوبر میاشتې څخه تر ۲۰۲۲ کال می میاشتې پورې د آریانا نیوز د ورځینو کړنو مسولیت په دوره کې لس ځلی د طالبانو د استخباراتي مسولینو له خوا احضار شوی ده او ورڅخه د آریانا نیوز او د خپرونو په اړه پوښتنې شوې دي. هغه وایې، چې طالبانو د افغاني رسنیو د څارنې او تعقیب لپاره یو زیات شمیر کسان ګمارلي دي، چې ممکن شمیر یې تر ۲۰۰ پورې وي او د استخباراتو عمومي ریاست د رسینو د چارو څانګې ته د هغه د لیدنو له مخې په لویه کچه اټکل شوی، چې مشري یې د جواد څارګر پر غاړه وه. 

اصغري واېې، چې د استخباراتو عمومي ریاست د طالبانو واکمنیدو په لومړیو کې په تلویزیون کې د عمده مسایلو پر فشار تمرکز درلوده، کومې چې د دوی لپاره لوی مسایل وه، لکه په خپرونو کې د ښځینه کارکوونکو څرګندیدل او د سریالونو خپرول وه. ولی د اصغري د کار په وروستیو میاشتو کې، څارګر به ډیر کوچني مسایل هم څارل او ورته به یې ګواښ کاوه، چې که چیرې د طالب د چارواکو د خوښې خلاف څه خپاره کړي، نو دوی به هغه ونیسي، بندي به یې کړي او حتی وبه یې وژني. (ددې او نورو تورونو د نظر غوښتنې په اړه، څارګر د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته یو غږیز پیام پریښوده او ویې ویل«دا ټول دروغ دي» او ژمنه یې وکړه، چې موضوع به  لا زیاته بحث کړي. په هر صورت، وروسته له ډیرو هڅو مو هغه ته لاسرسۍ ونه مونده او ځواب مو تر لاسه نه کړ.)

اصغري واېې، « د مثال په توګه دوی به راتلل او راته به یې ویل چې نقل شویو خبرو ته تغیر ورکړو». « د نړۍ په هیڅ ځای کې د نقل شویو خبرو تغیرول د منلو وړ نه دي….. مونږ به که چیرې د امریکی متحده ایالاتو ځانګړی استازي ټام ویسټ خبرې نقلولې چې په یو خبر پاڼه کې به ویل ’ د طالبانو ډله‘ ، څارګر به راشي او مونږ به وګواښي او وډاروي، چې ولی مو د ’ د طالبانو ډله‘ کلمه وکاروله او بیا به راته امر وکړي چې د خبرې په نقل کې تغیر راوړو او پرځای یې ’ د افغانستان اسلامي امارات‘ وکاروئ.»

څارګر به چې کله وغوښتل، نو د آریانا نیوز دفترونو ته داخلیده او بې له کومې خبرتیا به یې د تلویزیون له ټولو څانګو لیدنه کوله. اصغري وایې، چې هغه به یو ژورنالیست د مرکې خونې ته احضاروه او امر به یې کاوه چې موبایل او نور اړونده توکي یې واخیستل او پر میز کیښودل شي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرکه ثبت شوې نه وي.

څارګر به هیڅکله اصغري ته خپل نوم نه اخیسته. د خپل نوم اخیستو پر ځای به یې هغه ته ویل «ای هزاره» او کله به چې اصغري د سانسور پر ضد بحث کاوه، نو څارګر به په ټوکو کې ګواښه او ورته ویل به یې، چې « ای هزاره، زه به یوه ورځ تا ووژنم»، یا «ته شیعه یې او تاسو لاس درکول حرام (منع) دي». 

څارګر د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۲ مه نیټه اصغري د استخباراتو عمومي ریاست ته احضار کړ او د استخباراتو یو بل کارکوونکي ورڅخه د آریانا پواسطه د ملي مقاومت جبهې د پوښښ په اړه پوښتنې وکړلې، کومه چې د طالبانو ضد ډله ده. اصغري وویل، چې د استخباراتو کاروکوونکي د درۍ ساعته څیړنو په موده د هغه لاسونه تړلی وه او همدارنګه د هغه د کورنۍ د پخوانیو او اوسنیو دندو په اړه ترینه معلومات وغوښتل، څو د ملي مقاومت جبهې سره اړیکه ونه لري. 

څارګر د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه اصغري ته په واتسپ مسیجونه کړی وه، کوم چې د د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې په واسطه هم ولوستل شول، او اصغري ته پکې ویل شوی وه، څو د هغه  او استخبارتو کارکوونکو ترمنځ د غونډو په اړه هیڅ مالومات خپاره نه کړي. طلوع نیوز، د استخباراتو ادارې له خوا د سریالونو د خپرولو د بندیز په اړه یوازې یو راپور خپور کړی وه، نو طالبانو د دوی درۍ کارکوونکي بندیان کړل. په هغه پیغام کې چې د سریالونو د خپرولو پر بندیز امر شوی وه، لیکل شوي وه،  « مونږ د رسنیو استازو سره د څو ورځو لپاره غونډې درلودې او دا شرط مو کیښوده چې هیڅوک به دا مسایل نه افشاء کوي». په پیغام نور  لیکل شوی وه، چې «مګر طلوع نیوز بغاوت وکړ. زمونږ اختلاف رامنځته شو. مونږ هیله لرو، چې د داسې مسایلو په اړه خاموشي غوره شي او هیڅوک دا خبرونه خپاره نه کړي. حتی د طلوع نیوز د کارکوونکو د نیولو خبرونه هم باید خپاره نه شي».

د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۲ مه نیټه اصغري د کابل په کارته سه سیمه کې پیاده روان وه، چې د څلورو وسله والو طالبانو یو موټر هغه ته نږدې شو. راښکته شول، او اصغري یې د بایسکل په قفل سره سخت وواهه او ورته یې د «جاسوس ژورنالیست» او کافر خطاب وکړ. د وهلو په پایله کې د اصغري سر ټپي شو. پریکړه یې وکړه، چې نور باید په افغانستان کې پاتې نشي او لږه موده وروسته یو بل هېواد ته ولاړ. هغه وایې، چې هلته هم ځان ناامنه احساس کوي.

نور افغان ژورنالیستان او د رسنیو مسولین هم له ورته سختو انتخابونو سره مخامخ دي. د هېواد ژورنالیستي رڼا ژوندی ساتل د طالبانو دیکتاورۍ ته د سر ټیټولو په معنی سره دي، د مسلک لاس اخیستل په دوامداره توګه د کورونو، کورنیو، ژوندانه او مسلکونو د پریښودلو په قیمت کې راځي..


د رسنیو د مالکینو لپاره، مالي زیان هم لوړیدای شي.

د بیلګې په توګه، بیات د آریانا ملکیت ترڅنګ د افغانستان په مخابراتو، انرژي او د انرژي په صنعت کې هم پانګونه کړې ده. د بیات په ګروپ کې تر ۱۰۰۰۰ زیات افغانان په کار بوخت دي. د آریانا نیوز دریو پخوانیو کارکوونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل چې دوی باور لري، بیات د طالبانو د واکمنیدو راپدې خوا خپلې تلویزیوني رسنۍ سانسور کړی دي، ځکه چې هغه نه غواړي د تلویزیون د مخالفتونو له امله یې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت، بیات پاور او بیات انرژي شرکتونو عملیاتي کړنې له ګواښ سره مخ شي. 

د آریانا تلویزني شبکې دراني،  د پخوانیو کارکوونکو د نظرونو په اړه د د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې غوښتنې ته ځواب ونه وایه. هغه د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته په خپله لیکنه کې ژمنه کړی وه، چې آریانا به خپلو خپرونو ته ادامه ورکوي او د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه ورته تر هر څه لومړیتوب لري. هغه وویل، « د هېواد د اقتصادي ننګونو سره سره  آریانا تلویزني رسنۍ خپلو خپرونو ته ادامه ورکړی او د راتلونکو نسلونو لپاره به هم خپلو خپرونو ته ادامه ورکړي.»

د آریانا داخلي کسان، چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته یې خبرې کولې، ډیر کم ښه لیدونکی ښکاریدل. اصغري وایې، چې د هغه پخوانیو همکارانو ورته ویلې وه، چې د آریانا نیوز ټول عواید د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د اعلانونو په ګډون د لګښتونو یوازې ۳۵ سلنه پوره کوي او پاتې یې د بیات له خوا ورکول کیږي. 

په همدې توګه دوی د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل چې د آریانا تلویزیون، آریانا نیوز، آریانا رادیو او انلاین کارکوونکو تعداد په ۲۰۱۸ کال ۴۰۰ کارکوونکو څخه په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ کارکوونکو ته راښکته شوی دی. آریانا رادیو او آریانا نیوز په ایف ایم څپو کې خپلې خپرونې شپږ میاشتې مخکې بندې کړې. اوس د آریانا نیوز کارکوونکو تعداد د انلاین څانګې کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسانو ته رسیږي، چې یوازې یوه کارکوونکی یې ښځینه ده.

د آریانا تلویزیون لپاره بله ننګونه: د طالبانو له خوا د سریالونو او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز وروسته، هڅه کوي چې دا د پروګرامونو دا تشه ډکه کړي. د حسن یار او اصغري په وینا، آریانا تلویزیون او آریانا نیوز اوس هم د دوه جلا تلویزیوني رسنیو په توګه فعالیت لری، ولی یو له بل سره خپرونې شریکوي، کوم چې ډیرې یې د آریانا نیوز پوښښ پورې تړاو لري. پخواني مدیران ویره لری، چې د سانسور، ګواښونو او مالي فشارونو زیاتیدل  به آریانا نیوز دیته اړ باسي، څو خپلې خپرونې په بشپړ توګه بندې کړی او آریانا تلویزیون به خپله پخوانۍ  بڼه ونیسي. 

د دوی او نورو ډیرو افغان ژورنالیستانو لپاره، چې طالبان په پرله پسې توګه د رسنیو په ملاتړ ټینګار کوي « زمونږ د دود او کلتور سره سم» هسې بهانې دي. 

ولي الله رحماني د ژورنالیستانو د خوندیتوب په کمیټه کې د اسیا څیړونکی دی. د 2016 څخه د 2021 په اګست کې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط پورې، هغه د خبرنامه میډیا بنسټ ایښودونکی او رییس و، چې په افغانستان کې یو له لومړنیو ډیجیټلی رسنیو څخه دی.