(Photo: Ariana News TV/YouTube)

د خبریالانو قاتلین تر اوسه هم محاکمه او مجازات کیږي نه

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ۲۰۲۱ نړیوال معافیت شاخص موندلی چې په تیرو ۱۰ کلونو کې د ۸۱٪ خبریالانو د وژنو په هکله هیڅوک هم محکوم شوی نه دی.

لیکوال، جینیفر ډانهام / د خبریالانو د ساتنې کمیټې مرستیال

د اکتوبر په ۲۸، ۲۰۲۱ کې خپور شوی

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کلنۍ نړیوال معافیت شاخص له مخې سومالیا هیواد د خبریالانو د ناحل شو قضیو لپاره د نړۍ ترټولو بد هیواد پاتې شوی دی.‌ په دا لیست کې هغه هیوادونه هم په نښه شوې چې د رسنې غړي  پټې وژنې په خاطر پیږندل شوې دې او د دې وژنې مرتکبین په دغه هیوادونو کې آزادی ګرزی.

د یو کال مخکې په پرتله په شاخص کې لږ بدلون راغلې دې، سوریه، عراق او جنوبي سوډان د سومالیا نه وروسته هیوادونه دې چې په لیست کې موقعیت ځان ته اختیار کړې دی. ځکه چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده عاملونه په پورته ذکر شوې هیوادونو کې شخړې، سیاسي بې ثباتي او کمزورې محاکم او قضاوتونه دی.

په هر حال، وروستي ارقام  چې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر له لومړې نیټه څخه تر ۲۰۲۱ کال د اګیست تر ۳۱ نیټې  پورې  وخت تر پوښښ لاندې نیولې، دا بیانوي چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې توتریخوالې مخ په زیاتیدو دې او د خبریالانو په مقابل کې چې کوم خطرونه شتون لرې په بشپړه توګه منعکس کیږې نه. افغانستان د تیرو دوو کلونو په څیر د لیست په پنځم مقام کې موقعیت لري. پداسې حال کې چې د شاخص د ارزونې په وخت کې کوم بدلون ښکاریږي نه خو د خبریالانو لپاره وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې ډیر خراب شوې، ځکه چې د اګیست په نیمایي کې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو د وتلو او د ولسمشر اشرف غني تیښتې د افغانستان نه وروسته طالبانو واک ته ورسیدل. وروسته چې طالبان واک ته ورسیدل، په سلګونو خبریالان له هیواده څخه وتښتیدل ځکه چې دوی ویره درلوده چې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د طالبانو وحشیانه ریکارډ او د هغوی قانون د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کومه معنی نلري.

د تیرو لسو کلونو په موده کې ۱۷ خبریالان په افغانستان کې وژل شوې او د  دغو وژل شویو خبریالانو لپاره کوم عدالت غوښتنې چې ضرورت وو لادمخه ناڅرګند پاتې دی. د حالاتو پوکتو سره، قاتلینو ته سزا ورکول په افغانستان د سومالیا هیواد به شان ستونزمن او نامکن شوې دې او امکان لرې چې په راتولنکې ارزونو کې افغانستان د ارزونې د لیست په سر کې راشي. د افغانستان قضایی سیسټم لمنځنه لاړ دی او د افغانستان نه رارسیدلې راپورونو دا سرګنده وي چې محکمې تړل شوي دي.‌ څارنوالان له هیواده نه تښتیدلي دې او ښځینه قاضیانې په هیواد کې ځانونه پټې کړي دي. سربیره پردې، د طالبانو مشران د افغانستان د پخواني حکومت په پرتله حتی ډیر کم ښکاري چې د خبریالانو پروړاندې د جرمونو لپاره د معافیت کلتور پای ته رسولو لپاره ځایی او نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووایی.

د طالبانو د مشرتابه له خوا د رسنیو د ازادۍ د ساتنې ژمنې په هکله وعدې بې بنسټ ښکاري ځکه د دوې د واک د تر لاسه کولو په څو ورځو کې د طالبانو  جنګیالیو خبریالان او د رسنیو کارکونکو په وړاندې د وهلو ټکولو او په خپل سري توقیفونو په ګډون یو شمیر سرغړونې کړي دي. دې ته په پام سره چې په ۲۰۲۰ کال له پنځو وژل شویو خبریالانو څخه لږ تر لږه دوه خبریالان چې یو یې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او بل یې د ازاد خبریال رحمت الله نیکزاد دي، د افغانستان وضعیت بیانوي.‌ دغه دوه خبریالان مخکې د دې نه چې ووژل شي، د طالبانو له خوا ګواښ ورته شوې وو. اوس ډیر کم امکان لیدل کیږي چې د طالبانو نوې حکومت د قاتلینو په لټه کې کوښښ‌ وکړي او هغوې ته سزا ورکړي.

افغان خبریالان د اسلامي دولت د وسله والو له خوا د نښه کیدو له خطر سره مخامخ دي. دغې ډلې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په میاشت کې د یوې ځان وژونکې برید مسئولیت په غاړه واخیست چې په هغه برید کې یې رسنۍ په نښه کړې وو. په هغه برید کې لږترلږه ۹ تنه خبریالان ووژل شو او همدارنګه د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د ملالۍ میوند په څیر د خبریالانو انتقامي وژنې دوام درلوده. د اسلامي دولت سیمه ییزې ډلې ویلي، چې د یو لړ وژونکو بریدونو تر شا یې لاس درلود او  یوه بیلګه یې د کابل هوايي ډګر برید وو.‌ دغه ډله په ځینو نور بریدونو کې همچنان طالبانو په نښه کړي دي.

د شاخص د لس کلنې ګډوډې دورې په جریان کې چې د سوریې کورنۍ جګړه، د عربی هیوادونو د حکومتونو په وړاندې پراخ لاریونونه او د افراطي ډلو او د سنډیکاټونو لخوا سازمان شویو جرمونو چې دغه جرمونه د رسنیو په کارکونکو باندې بریدونه هم وو، دا په نښه کوي چې په ټوله نړۍ کې ۲۷۸ خبریالان د خپل دندې او مسئولیتونو لپاره وژل شوي دي. په ۲۲۶ یا ۸۱ فیصده قضیو کې، خبریالانو د خوندیتوب کمیټه موندلې چې بشپړ معافیت موجود دې، پدې معنی چې هیڅوک د جرمونو په تړاو محکوم شوي ندي. د تیرې دورې د شاخص په هکله چې (د سپتمبر ۱، ۲۰۱۰ څخه تر ۳۱ اګیست، ۲۰۲۰) په دوره کې وو، خبریالانو د خوندیتوب کمیټه موندې ښیي چې د خبریالانو ۸۳ فیصده د وژنې قضې ناحل پاتې دې او په وروستې پروسو کې د قضیو په حل کولو کې ښکاره پرمختګ ښکاري. خبریالانو د خوندیتوب کمیټه “عدالت ته لاره” موندې ښیي چې د خبریالانو په وژنو کې د معافیت د لاملونو او ممکنه حل لارو په اړه د ۲۰۱۴ ازموینې ښیې چې قاتلین د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په ۱۰ قضیو کې ۹ مجرومونه آزاد شوي دي.

د حساب ورکونې د نشتوالي اصلي ماهیت ته په ګوته سره او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د لومړنې درجه بندې چې په ۲۰۰۸ کال کې تر سره شوې وو په شاخص کې ټول ۱۲ هیوادونه څو ځلې په لیست کې راغلې او ۷ هیواد هر کال په لیست کې ښکاره کیږي.

دا پرله پسې دویم کال دې چې مکسیکو هیواد په شاخص کې شپږم ځای لري. په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو جاویر والډیز کارډیناس او میروسلاوا بریچ ویلدوسیا په وژنو کې د کلیدي محکومیتونو سره سره، رسنۍ په خطرناکه کچه په نښه کیږي. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه څیړنې د اګیست په ۳۱ نیټې کې تر سره شو او د څیړنې موندلې ښیې چې لږترلږه درې خبریالان په مکسیکو هیواد کې په ۲۰۲۱ کال د دوی د کار په خاطر وژل شوی او محکومین محاکمه شوي نه دي. په ۲۰۲۰ کال کې څلور نور قضي رامنځ ته شوې، چې د خبریالانو د وژولو دوه قضي په هماغه کال په افغانستان کې ثبت شوې دي.

۲۰۲۰ کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۲ خبریالان د خپل دندې په خاط‍ر وژل شوې، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله دوه چنده زیاتې پکې راغلې دی. د خبریالانو د وژنو قضیو شمیره په ۲۰۲۱ او تیر کال کې نږدی دی، خو په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي او په نور هیوادونو کې لوړ خطرونه دا امکان رامنځته کوي چې د ۲۰۲۱ وروستي اټکلونه به ستونزمن وي او قضي به ډیري وي.

بنګله دیش هیواد سږکال په شاخص کې یو درجه ښه شوی او په لیست کې ۱۱ ځای یې ځان ته اختیار کړې دی. دا هیواد په ۲۰۱۵ فبروري د سیکولر وبلاک لیکونکې اویجیت رای او د هغه د خپرونکي، فیصل عارفین دیپن د وژلو په تړو محکوم شوې وو. د انصار الاسلام په نوم د منع شوې وسله والې ډلې څو غړي په وژنو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم شول. (د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د اعدام د سزا سره مخالف دی او له بنګله دیش هیواد څخه یې وغوښتل چې د استیناف لپاره “انساني” کرامت په نظر کې ونیسی او مجرمینو ته سزا ورکړي).

په ۲۰۲۱ کال کې د دوه مهمو قضیو چې د وژنې په هکله وو مثبت پرمختګونه لیدل شوي، چې دا مهمې قضې په هغه هیوادونه کې وو چې په شاخص کې رده بندې شوې نوو. په مالټا کې، سوداګر یورجین فینچ د اګیست په میاشت کې د تحقیقاتي خبریال ډیفن کاروانا ګالیزیا په ۲۰۱۷ کال وژنه کې د هغه د ادعا شوي رول په تور تورن شو، دا یو اقدام وو چې د دی خبریال خور کورین ویلا “د عدالت په لټه کې یو مهم ټکی” بللی. د فبروري په میاشت کې، یو تورن قاتل په خپل جرم اعتراف وکړ او د کاروانا ګالیزیا د وژنې په تړو په ۱۵ کلن بند محکوم شو.

د جون په میاشت کې د سلواکیا هیواد سترې محکمې د تحقیقاتي خبریال (جان کوکیاک) او د هغه د ښځې د قتل په هکله چې په ۲۰۱۸ کال کې واقع شوې وو، د دوو مجرمونو برائت لغوه کړ، چې دا عمل د بل خبریال لپاره د عدالت غوښتنې لپاره په یو خنډ بدل شو. کاروانا ګالیزیا چې د اروپا په ټولنه کې د فساد لپاره یې راپور ورکړی وو، ووژل شو.

د معافیت نړیوال شاخص

Index rankCountryPopulation*Unsolved murders
1Somalia15.9 25
2Syria17.5 21
3Iraq40.2 18
4South Sudan11.2 5
5Afghanistan38.9 17
6Mexico128.9 27
7Philippines109.6 13
8Brazil212.6 14
9Pakistan220.9 12
10Russia144.1 6
11Bangladesh164.7 6
12India1,380.0 20
*In millions. Source: World Bank’s 2020 World Development Indicators

میتودولوژي

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه نړیوال معافیت شاخص د هر هیواد د نفوس سلنې پر بنسټ د ناحل شوي خبریالانو د وژنو قضیو شمیر محاسبه کوي. د دې شاخص لپاره، خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خبریالانو د وژنې قضیې د سپټمبر ۱، ۲۰۱۱ او ۳۱ اګیست، ۲۰۲۱ ترمنځ واقع شوي او حل شوي ندي، څیړلې دی. یوازې هغه هیوادونه چې پنځه یا ډیر ناحل شوي قضیې لري د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په شاخص کې شامل دی. خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خاص خبریالانو وژنې د هغوې د د ندې لپاره او د غچ اخیستلو په خاطر قصدي وژنې په توګه تعریفوي. په دې شاخص کې د هغو خبریالانو قضیې شاملې نه دي چې په جګړه کې یا په خطرناکو دندو کې وژل شوي، لکه د لاریونونو پوښښ په خت کې چې تاوتریخوالی په کې شوې وي. کله چې هیڅ ډول محکومیت ترلاسه شوی نه وي قضيې ناحل شوي ګڼل کیږي، حتی که شکمن پیژندل شوي هم وي او په توقیف کې بندي وي. په هغو قضیو کې چې ځینې شکمن کسان نه دي محکوم شوي د جزئي معافیت په توګه طبقه بندي کیږي. هغه قضيې چې شکمن کسان د تیښتې یا نیولو پرمهال مړ شي، د جزئي مجازات په توګه شمیرل ګیږي. دغه شاخص یوازې د هغو قتلونو یا وژنو شمیر بررسی کوي چې په بشپړ محکومیت/ معافیت سره ترسره شوي وي. په دې کې هغه کسان شامل نه دي چیرې چې جزی عدالت ترلاسه شوې وي. د نړیوال بانک د ۲۰۲۰ نړیوال پراختیا شاخصونو څخه د نفوس ډیټا، چې د ۲۰۲۱ په سپتمبر کې لیدل شوي، د هر هیواد درجه بندي او محاسبه کولو لپاره کارول شوي دي.‌